ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

منګل: ننګرهار کې داعش او طالب ته ماتې ورکړل شوې

author avatar
19 Aug 2017 - 12:36
author avatar
19 Aug 2017 - 12:36

جلال اباد (پژواک ۲۸ زمری ۹۶): د ننګرهار والي د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د ۹۸يمې کليزې د لمانځلو پرمهال وويل، چې په دغه ولايت کې يې د داعش او طالب په ګډون ټولو وسله والو ډلو ته ماتې ورکړې ده.

د خپلواکۍ د کليزې په دې لمانځغونډه کې د ننګرهار د پوځي او ملکي ادارو مسولينو، هندوستان، پاکستان او ايران هيوادنو قونسلرانو او د دغه ولايت د ولسواليو او  ښار زرګونه اوسېدونکو ګډون کړی و.

د خپلواکۍ د کليزې د مراسمو تر پيل وړاندې د ننګرهار والي او نور چارواکي په جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ د ګټونکي غازي شاه امان الله خان مزار ته لاړل او هلته يې د ګلونو ګډۍ کېښوده.

په ننګرهار کې د خپلواکۍ د جشن لمانځلو مراسمو دوه برخې درلودې، چې لومړی يې د چارواکو ويناوو او دويمه برخه کې پوځي ځانګړو حرکتونو او ورزشي نندارو ته ځانګړې شوې وه.

د غونډې په جريان کې د ملي اردو الوتکو له هوا څخه د هيواد د خپلواکۍ پيغامونه هم د غونډې ګډونوالو باندې شيندل، چې غونډې ته يې لا ښکلا او ګډونوالو ته يې جذبه ورکوله.

د خپلواکۍ د جشن زرګونه ګډونوالو د هيواد درې رنګه ملي بيرغونه رپول او ډيرو خو يې په خپلو مخونو هم ملي بيرغ انځور کړى وو.

په دې مراسمو کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، سږکال په ننګرهار کې د خپلواکۍ جشن په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې په دغه ولايت کې طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو ته ماتې ورکړل شوې ده.

ده وويل د ولس په همکارۍ او د امنيتي ځواکونو په قربانۍ د داعش ډلې هغه ارمان له خاورو سره خاورې شوی، چې د ننګرهار د نيولو او دغه ځای د خپلو فعاليتونو د لوی مرکز په توګه د جوړولو په تړاو يې درلوده.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان جنرال محمد زمان وزيري خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په دغه ولايت کې مېشت ټول امنيتي او دفاعي ځواکونه د خاورې ساتنې لپاره چمتو دي او تر خپلې وروستۍ سلګۍ به د هيواد دفاع کوي.

نوموړي هم په ننګرهار کې داعش ډله ماتې شوې وګڼله او ټينګار يې وکړ، چې هېڅ وسله والې ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې په ننګرهار کې ځانته خوندي ځالې جوړې کړي.

خو په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فريدون مومند نيوکه کوله، چې په دغه ولايت کې خپلواکي داسې مهال لمانځل کېږي، چې ولس د ځمکو د غاصبينو، زورواکو او مافيايي کړيو تر تصرف لاندې دی.

هغه وويل، ولس ته لومړی د ځمکو د غاصبينو، زورواکو او مافيايي کړيو د ازادۍ اخېستل په کار دي، وروسته د خپلواکۍ لمانځل او په دغه برخه کې يې ولايتي اداره په پاتې راتلو تورنه کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.