ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناوه کې ۲۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
19 Aug 2017 - 15:38
author avatar
19 Aug 2017 - 15:38

لښکرګاه(پژواک ۲۸ زمری۹۶): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې ١٢ پوليس وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

په هلمند کې يوې باوري حکومتي سرچينې د زمري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره شپه وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالۍ په يو کيلومټرۍ کې پر پوستو بريدونه کړي دي.

د هغه په وينا دې جګړو د سهار تر دريو بجو دوام وکړ چې په ترڅ کې يې ١٢ پوليس و وژل شول او ١٥ نور ټپيان دي.

سرچينه وايي چې په دې جګړه کې د شيرمحمد په نوم د پوليسو د پوستې يو قوماندان هم وژل شوى دى.

ده وويل چې د دې جګړو له امله دوه پوستې سقوط شوي او د ناوې-لښکرګاه لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

دغه راز د ناوې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي عبدالباقي خان هم ياده جګړه تاييد کړه اويې ويل چې په دې جګړه کې ګڼو امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لورته په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي چې د تيرې شپې له جګړې څخه دوى ته ١٥ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي پژواک ته وويل چې د ناوې د تيرې شپې په جګړه کې پنځه پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ساپى وايي چې د يادې جګړې پرمهال وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي او اوسمهال هلته حالات ډاډ من دي.

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې د ناوې ولسوالۍ مرکز ته نږدې جکړه شوې چې په ترڅ کې ١٧ پوليس وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.