ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قضايي ستاژ کورس د سلګونو فارغانو د لوړې مراسم ترسره شول

د قضايي ستاژ کورس د سلګونو فارغانو د لوړې مراسم ترسره شول

author avatar
20 Aug 2017 - 19:57
د قضايي ستاژ کورس د سلګونو فارغانو د لوړې مراسم ترسره شول
author avatar
20 Aug 2017 - 19:57

کابل (پژواک ٢٩ زمرى ٩٦): ولسمشر غني د قضايي ستاژ کورس نوو فارغانو ته په خطاب کې ويلي چې پښتو او دري دواړه د افغانستان ملي ژبې دي او دوى اړ دي چې د افغانستان هرې ژبې ته د عدالت په محضر کې درناوی وکړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د قضایي ستاژ کورس د دېرشمې دورې فارغانو د لوړې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

سرچينه کاږي، په ارګ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم، د کابینې، د قانون حاکمیت عالي شورا او سترې محکمې  یو شمېر غړو ګډون درلود، لومړی د سترې محکمې رئیس قضایي ارګانونو ته د جمهور رئیس له ځانګړې پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ وویل، د خوښۍ ځای دی چې د جمهور رئیس په حضور کې د قضائیه قوې د دېرشمې دورې فارغانو د قضایي کورس د لوړې مراسم پرځای کوي.

 هغه زیاته کړه، د لوړې دغه مراسم دا ښیي چې په هېواد کې د قانون د حاکمیت او عدالت د تامین لپاره د قضا په سپېڅلې دنده د ۲۹۷ تنو ځوانو متعهدو، پاک لاسو او باانرژي قاضیانو په ګومارلو سره چې ۵۷ تنه یې ښځینه قاضیانې دي، یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کوي.

د ده په وينا، قضايي ستاژ کورس په ۱۳۴۷ کال کې د قضایه قوې د قضایي کار د روزنې او عدالت د تامین په خاطر جوړ شوی او تر دې مهاله  یې د ۴۱۶ ښځینه قاضیانو په ګډون  ۲۴۸۷ تنه د هېواد په مختلفو محاکمو کې د مسلکي قاضیانو په توګه  د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

نوموړي وويل، د قضایي ستاژ دوه کلن کورس کې د هېواد د حقوقو او سیاسي علومو، شرعیاتو او دیني مدرسو فارغانو ته په قضایي، فقهي او قانوني مسایلو کې لازمه زده کړه ورکول شوې چې له بشپړ تیاري سره به په محاکمو کې خپلې دندې پیل کړي.

سید یوسف حلیم زياته کړه، د سترې محکمې عالي شورا د قاضیانو د سالمې روزنې، کاري شفافیت او فساد پر ضد د مبارزې په خاطر ګټور، تنبیهي او تادیبي کارونه کړي دي.

د هغه په خبره، د سترې محکمې رهبري چې د جمهور رئیس له هر اړخیز ملاتړ څخه برخمنه ده، د هېواد د موجوده قوانینو په رڼا کې د قضایاوو د حل په موخه د زورواکو د هر ډول لاسوهنې مخنیوی کوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو مراسمو کې د سترې محکمې د تفتیش رئیس نجیب الله اکبري د ستاژرانو قضايي انسلاک په اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست، وروسته جمهور رئیس  او د عدلیې وزیر د لوړې مراسم ترسره کړل.

د قضایي ستاژ کورس د دېرشمې دورې اول نومره او دویم نومره ته د جمهور رئیس له لوري د قضایي انسلاک کارتونو له ورکولو وروسته، نوموړي ګډونوالو ته د وینا پرمهال د قضایي کورس نویو فارغانو ته مبارکۍ  وویله او څرګنده یې کړه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې ډګر ساتي او تاسې د عدالت ډګر ساتئ.

ده وویل، هېوادوال تاسې د عدالت سمبول ګڼي او له همدې امله د عادلانه پرېکړو هیله لري.

هغه ټینګار وکړ، دا ډېره مهمه ده چې تاسې هغه حقوق چې د اسلام مبین دین او د افغانستان قوانینو دوی ته ورکړي دي، عملي کړئ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.