ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته راتلو غوښتنه وشوه

هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته راتلو غوښتنه وشوه

author avatar
20 Aug 2017 - 18:30
هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته راتلو غوښتنه وشوه
author avatar
20 Aug 2017 - 18:30

شبرغان(پژواک،٢٩زمرى٩٦): د افغانستان ژغورنې ملي ايتلاف پلويانو په جوزجان کې د اعتراضي غونډې بهير کې هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته راتلو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې بايد د ولسمشر لومړي مرستيال ته خپل واکونه بېرته ورکړل شي او د هغه د راتلو زمينه برابره شي.

د افغانستان ژغورنې ملي ايتلاف د پلويانو غونډه نن د جوزجان ولايت په شبرغان ښار کې له ياد شوي ايتلاف څخه د ننګې په اعلانولوسره د افغانستان د حکومت پر کړنو په سختو نيوکو کولو ترسره شوه.

د غونډې ګډونوالو له ولسمشر محمد اشرف غني څخه جنرال عبدالرشيد دوستم د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه د واکونو د بېرته ورکړې او هېواد ته د هغه د راستنېدو غوښتنه وکړه.

 په ياده شوې غونډه کې د افغانستان د اسلامي ملي غورځنګ ګوند مشر باتور دوستم دخبرو پرمهال وويل:"موږ وينو چې د حکومت ځينې مشران او زموږ بهرني دوستان د اوسني ايتلاف له جوړېدو څخه ناخوښ دي؛ خو زموږ بهرني او کورني دوستان دې د ايتلاف د جوړېدو له امله   اندېښنه نه کوي؛ ځکه ايتلافونه په ټوله کې د هېواد د ژغورنې او د نظام د اصلاح لپاره جوړېږي."

هغه وويل چې د ياد شوي ايتلاف د جوړېدو موخه په نظام کې د اصلاحاتو راوستل دي.

ده زياته کړه چې د هېواد دننه يوشمېر کسان د خنډونو په جوړولو سره غواړي چې د اوسني ايتلاف لپاره ستونزې رامنځ ته کړي؛ خو دغه ايتلاف د خپلو موخو تر تامينولو پورې پرمخ ځي.

نوموړي زياته کړه:"موږ غواړو چې په هېواد کې د ډيموکراسۍ اصل تامين کړو، د بيان ازادي پياوړې شي، د ځوانانو د ودې لپاره زمينې برابرې شي او د ټولټاکنو د ترسره کېدو لپاره هم موکه برابره شي."

د بلخ د ولايتي شورا مشر ډاکټر افضل حديد په ياده شوې غونډه کې حکومت د چارو په مخ بيولو کې پر کمزورۍ تورن کړ ويې ويل، کله چې د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي ايتلاف جوړ شو، د حکومت ستنې په لړزه راغلې.

 هغه زياته کړه:"د دغه ټاټوبي ميليونونه کسان له ياد شوي ايتلاف سره غوټه شوي او غواړي، هغو محدودو کسانو ته چې خلک يې په ارګ کې برمته کړي ،پر دې موضوع يې پوه کړي چې نور د حکومت په جوړښت کې د اصلاحاتو راوستلو وخت رارسېدلى دى. "

په دغه غونډه کې د " وحدت ملی  مردم افغانستان" ګوند استازي سردار احمد سعیدي وویل چې ياد شوى ايتلاف يوازې د افغانستان پر درېيو سترو ګوندونو پورې اړه نه لري، بلکې دغه ايتلاف د هېواد په ٣٤ولايتونو کې فعاليت لري او په دغه حکومت کې ډېرې نيمګرتياوې شته او د ايتلاف موخه داده چې د حکومت نيمګړتياوې لرې کړاى شي.

 هغه زياته کړه:"موږ غواړو چې غوښتنو ته مو اړينه پاملرنه وشي، زموږ د وړانديزونو هرکلى وشي ، موږ هېواد ته د جنرال دوستم د ژر تر ژره را ستنېدو غوښتوونکي يوو او د هېواد له ولسمشر څخه غواړو چې د جنرال دوستم کاري واکونه دې بېرته ورکړي. "

 د مشرانو جرګې پخواني نايب منشي عزيزالله الفتي وويل:" د ارګ چاپېر یو شمېر خاصې کړۍ راټولې شوې او غواړي چې په هېواد کې هماغه زړې تجربې تکرار کړي؛ خو موږ په ډاګه درته وايوو چې اې ولسمشره! که ته د ولسمشر د لومړي مرستيال پر مخ د تشريفاتو دروازه پرا نه نيزې، خلک به خپله د جنرال دوستم هرکلي ته ورشي او هغه وخت به د هېواد په تاريخ کې نوې پاڼه پرانيستل شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.