پل علم (پژواک،٢٩زمرى٩٦): د لوګر حکومتي چارواکي ادعا کوي چې په تېرو دوو اوونيو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله لس ملکي وګړي وژل شوي دي.
د لوګر د والي وياند مير احمد سيلاب د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
ده زياته کړه، يواځې په تېرو دوو اوونيو کې په مرکز پل علم، محمداغې او بره کي برک ولسواليو کې لس ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، دغه ملکي کسان د طالبانو په هدفي وژنو، چاودنو او وسله والو بريدونو کې وژل شوي دي.
دى وايي: ((خلک بايد نور په دې پوه شي چې طالبان د دوى سر او مال ته خطره ده، بايد د حکومت کلک ملاتړ وکړي.))
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري وکړي.
خو د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې ملکي وګړي يواځې د طالبانو نه، بلکې د امنيتي ځواکونو په بريدونو کې هم وژل کيږي.
هغه په دې اړه کومه بېلګه وړاندې نه کړه، خو زياته يې کړه: ((سږکال په دې ولايت کې د ملکي تلفاتو شمېر بېخي ډېر دى.))
ستانکزي د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د جګړې پرمهال د ملکي خلکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د لوګر د مرکز د نيازيو کلي اوسېدنکي عبدالرزاق پژواک ته وويل، يوه اوونۍ وړاندې يې ورور خواجه عبدالوکيل د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې و وژل شو.
هغه وايي: ((ورور مې مزدوري کوله، خټې يې کولې چې پر مرمۍ ولګېده او مړ شو؛ زه اوس نه پوهيږم چې دا د چا پر مرمۍ وژل شوى دى.))
هغه زياته کړه، له عبدالوکيل څخه اوس ورته اته ماشومان او يوه کونډه پاتې ده چې دى يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن