د کندوز ښار (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٦): د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
په کندوز کې د ملي امنيت يوې باوري سرچينې د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د خان اباد ولسوالۍ په جنت باغ سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې ١٣ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د پاکستان اوسېدونکي ملا جانان او د ملا علاءالدين او ملا الماس په نومونو د طالبانو دوه ډلمشران هم شامل دي.
هغه زياته کړه: ((د جنت باغ سيمه موږ ته ډېره مهمه ده؛ ځکه چې له دې سيمې همېشه د خان اباد ولسوالۍ تر ګواښ لاندې وه خو اوس مو دغه سيمه ترې ونيوه.))
د خان اباد یوه اوسېدونکي عبدالحي پژواک ته وويل چې تېره ورځ په جنت باغ سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستل کېده او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره ورځ په جنت باغ سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې اته کومانډو سرتېري او دوه طالبان وژل شوي او د امنيتي ځواکونو يو ټانګ پر ماين الوځول شوى دى.
کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې له نهو ولسواليو درې ولسوالۍ ګل باد، اقتاش او ګل تپه یې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي او د ځينو نورو يې بيا يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن