ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قیصارـ لامان لویې لارې د جوړولو په ګډون درې قراردادونه منظور شول

د قیصارـ لامان لویې لارې د جوړولو په ګډون درې قراردادونه منظور شول

author avatar
21 Aug 2017 - 17:46
د قیصارـ لامان لویې لارې د جوړولو په ګډون درې قراردادونه منظور شول
author avatar
21 Aug 2017 - 17:46

کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٦): ملي تدارکاتو کمېسیون د ۹ میلیارد افغانیو په ارزښت د قیصارـ لامان لویې لارې جوړولو او دوه نور قراردادونه منظور کړي دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي تدارکاتو کمېسیون، پرون ماښام د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې غونډه وکړه.

سرچينه کاږي، په غونډه کې د ۶ میلیارد افغانیو په ارزښت د قیصار ـ لامان حلقوي سړک لومړۍ او دویمه برخه چې ۸۲ کیلومتره کېږي، منظور شوه.

سرچينه زياتوي، د قیصارـ لامان حلقوي سړک چې په بادغیس ولایت کې دی، د هېواد د سیمه ییز اتصال مهمه لویه لار بلل کېږي چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویل او فواید عامې وزارت یې تطبیقوي.

ولسمشر غني او د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو د دغه قرارداد د بحث او منظورۍ پر مهال وویل، د دغه حلقوي سړک د کار بیا پیل په حقیقت کې د دغې پروژې د مخکيني بحران پای ته رسول دي او فواید عامې وزارت ته یې کلکه لارښوونه وکړه، چې د دغه سړک د پاتې برخو د ډیزاین بشپړولو او د لومړۍ او دویمې برخې د تطبیق څارنې ته چې قرارداد یې لاسلیک شو، لازمه توجه وکړي.

د دغې پروژې د لومړۍ برخې ګټونکی داوطلب هندي شرکت او د دویمې برخې چینایي شرکت دی. د دغو قراردادونو تطبیق به دوه نیم کاله وخت ونیسي.

ملي تدارکاتو کمېسیون سربېره پر دې د هېواد د فضایي حریم د مشورتي خدمتونو مدیریت قرارداد هم تائید کړ او د ملکي هوايي چلند پر خپلواکې ادارې یې ټینګار وکړ چې د دغې پروژې له لارې په راتلونکي کې د افغانانو له لوري د دې مسوولیت منلو په موخه د دې پروژې له لارې د افغان کار د روزنې په برخه کې لازمې هڅې وکړي.

بلخوا کمېسیون د افغان ټیلیکام شبکې د انترنټي بستې (Bandwidth) او د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک د تېلو د بیې د زیاتوالي قرارداد هم تصویب کړ.

کمېسیون نورستان او د ډایکندي ولایتونو ښوونځیو ته د مېز او څوکیو برابرولو او د انټرکانټیننټال هوټل د ایمني او امنیتي خدمتونو قرارداد د زیاتې ارزونې په موخه ور وګرځاوه او د ملي دفاع وزارت اړوند د استحمام د لوازمو تدارک قرارداد یې د تمویلوونکي مرجع د نه موافقې له امله رد کړ.

همداراز ملي تدارکاتو کمېسیون د ټاکنو خپلواک کمېسیون او مرکزي احصایې اداره غونډې ته راوبلل او د تخنیکي مشخصاتو او د رای ورکوونکو د بایومتریک د ثبت سیستم وسایلو تدارکاتي پروسې او تخنیکي مشخصاتو (BVR) په اړه یې راپور واخیست.

ولسمشر او اجراییه رئیس د یادې موضوع په تړاو د ټاکنو خپلواک کمېسیون کاري پرمختګونو په اړه بحث او ټینګاروکړ چې د یو خپلواک بنسټ په توګه د ټاکنو کمېسیون پرېکړو ته درناوی لري، خو پر ټاکلي وخت او مناسب ډول د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.