ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په بدخشان کې یو ځوان په درو وهلی

طالبانو په بدخشان کې یو ځوان په درو وهلی

author avatar
21 Aug 2017 - 13:59
طالبانو په بدخشان کې یو ځوان په درو وهلی
author avatar
21 Aug 2017 - 13:59

فيض اباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٦): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې طالبانو د دغه ولايت په راغستان ولسوالۍ کې يو ځوان د زنا په تور سل درې وهلى.

د بدخشان د راغستان ولسوال مولوي غلام الله سيد نن پژواک خبري آژانس ته وويل چې د خلدسک سيمې د ديګه کلي يو معيوب ځوان چې طيب نومېږي او د سرې مياشتې په کلينيک کې تر درملنې لاندې و، د همدغه کلي له يوې نجلۍ سره نا روا اړيکه درلوده.

هغه زياته کړه: "نجلۍ حامله شوې ده او دواړو ځوانانو پر خپل جرم اعتراف وکړ او دواړه مجرد هم دي."

غلام الله سيد زياته کړه چې طالبانو پرون طيب نومى کس د زنا په تور تر خپل کنټرول لاندې سيمه کې د (رونجاب) په بازار کې په عام ډګر سل درې وواهه او د نجلۍ د برخليک په اړه تر اوسه معلومات نه شته.

د بدخشان د ولايتي شورا غړي محبوب الرحمن طلعت وويل: "دا سمه ده چې د شريعت له مخې مجرد زناکار او مجرده زناکاره بايد د باصلاحيته محکمې له ثبوت وروسته سل شرعي درې ووهل شي؛ خو د طالبانو دغه عمل يوه صحرايي محاکمه ده او له اسلامي شريعت سره هېڅ تړاو نه لري."

نوموړي زياته کړه، تر اوسه معلومه نه ده او ښايي د دط قضيې تر شا دسيسه شتون ولري او پر دغه ځوان ياد شوى حد په ناعادلانه او بې انصافه توګه تطبيق شوى دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.