اسعداباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٦): پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا د کونړ پر دوو ولسواليو ٨٥ توغندي توغولي دي.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه پاکستاني پوځيانو پر دانګام او ناړۍ ولسواليو ٨٥ توغندي توغولي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، له توغنديو څخه ٥٠ يې د دانګام ولسوالۍ په کچلي او زوړ برول سيمو او ٣٥ يې د ناړۍ ولسوالۍ په باټاش او ډولۍ سيمو لګېدلي دي.
د قوماندان په وينا، د دغو توغنديو لګېدو له امله د سيمو خلکو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه وويل: ((زه دغه بريدونه په کلکه غندم، دا کار د ټولو نړيوالو اصولو او قوانينو خلاف عمل دى.))
د کونړ يوه اوسېدونکي صفدرخان پژواک ته وويل چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې د همدې توغندو له امله د دانګام ولسوالۍ له ګوريګا سيمې څخه ننګرهار ولايت ته ګډه شوى دى.
هغه وايي: ((هره ورځ به ميزايل راتلل، نور يې تنګ کړو اخر مو ترې جلال اباد ته ګډه راوړله.))
هغه زياتوي چې په سيمه کې فصلونه، کورونه، څاروي او نور توکي يې پاتې دي.
صفدرخان وايي چې له تېرو څو کلونو د پاکستان توغنديو د کونړ خلک له ستونزو سره مخ کړي، حکومت يې بايد اساسي حل پيدا کړي.
د يادونې ده، په تېرو څو کلونو کې پاکستاني پوځيانو په وقفه يي ډول د کونړ او ننګرهار ترڅنګ يو شمير نور ولايتونه هم په توغنديو ويشتي چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ يو شمير کورنۍ يې ګډې کولو ته هم اړ کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن