ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: امریکا به له افغان ولس سره تر وروستیو ولاړه وي

ولسمشر: امریکا به له افغان ولس سره تر وروستیو ولاړه وي

author avatar
22 Aug 2017 - 16:50
ولسمشر: امریکا به له افغان ولس سره تر وروستیو ولاړه وي
author avatar
22 Aug 2017 - 16:50

کندهار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۶): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نور به زماني قید او شرط نه وي او امریکا به له افغان ولس سره تر پایه درېږي.

نوموړي دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر په لړ کې وکړې چې یو شمېر وزیرانو د ولسي جرګې غړو او نورو مشرانو یې ملتیا کوله.

ولسمشر په کندهار هوايي ډګر کې د ملي اردو په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د کندهار ملکي او نظامي مسوولینو، دیني عالمانو، مخورو، مېرمنو او ځوانانو ته وینا وکړه.

نوموړي خپله وینا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وینا پيل کړه چې څو ساعته مخکې یې د افغانستان په اړه د خپلې ستراتيژۍ د وړاندې کولو پر مهال وکړه.

ولسمشر غني وویل: ((نن یوه خاصه ورځ ده، د امریکا ولسمشر څو ساعته مخکې وینا وکړه، زما هیله دا ده چې تاسې دغه وینا اورېدلې وي، نور به زماني قید او شرط نه وي او امریکا به له افغان ولس سره تر پایه درېږي.))

هغه په دې برخه کې د امریکا له ولسمشر، کابینې او سیاسيونو مننه وکړه چې له افغانستان سره په شفافه بڼه ودرېدل.

د ده په وینا، د دې درېدنې پیغام دا دی چې امریکا به په افغانستان کې د سولې حمایت کوي.

ولسمشر غني زیاته کړه: ((زه مخالفینو ته واضح پيغام لرم، جګړه نه شئ ګټلای، د سولې لار خپله کړئ.))

ده وویل له دې وروسته به د ترهګرو په خلاف په جګړه کې د امکاناتو کمښت نه وي او ټولې هغه ستونزې به له منځه ولاړې شي چې په تېرو دوو نیمو کلونو کې موجودې وې.

ولسمشر زیاته کړه: ((بل پيغام دا دی چې په تېرو ۶۰ او په ځانګړې توګه په ۴۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې زموږ یوه ګاونډي ته واضح پیغام ورکړل شوی چې نور ترهګرو ته پناه نه شئ ورکولای.))

د ده په خبره، په دې برخه کې زموږ پیغام هم ډېر واضح دی او هغه دا چې له پاکستان سره تلپاتې سوله غواړو.

ده څرګنده کړه، ارام او اباد افغانستان د هېچا په خطر نه دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.