ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانان د امريکا د نوې سټراټيژۍ په اړه بيلابېل غبرګونونه لري

افغانان د امريکا د نوې سټراټيژۍ په اړه بيلابېل غبرګونونه لري

author avatar
22 Aug 2017 - 20:02
افغانان د امريکا د نوې سټراټيژۍ په اړه بيلابېل غبرګونونه لري
author avatar
22 Aug 2017 - 20:02

کابل(پژواک،٣١زمرى٩٦):يوشمېر افغانانو د امريکا نوې سټراټيژي د افغانستان په ګټه بللې او هرکلى يې ترې کړى؛ خو ځينې پردې باور دي چې دغه سټراټيژي د هېواد په ګټه نه ده او د جګړې ددوام لامل ګرځي.

د امريکا متحده ايالاتو د نوې سټراټيژۍ له مخې چې نن ددغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا اعلان شوه، دغه هېواد له افغانستان څخه خپل سرتېري نه وباسي او د افغانستان وضعيت ته په پام سره به د امريکايي ځواکونو شمېر وټاکل شي.

ټرامپ ويلي دي چې هېواد يې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د شتون پروړاندې چوپ نه شي پاتې کېداى او په افغانستان او پاکستان کې به د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوشي چې د امريکا لپاره خطر دي.

د سټراټيژۍ هرکلى

ځينې افغانان له دغې سټراټيژۍ  په ځانګړې توګه د پاکستان په اړه ترې ملاتړ کوي.

د مېرمنو د حقونو يوه فعاله معصومه محمدي د امريکا له نوې سټراټيژۍ څخه ملاتړ وکړ او ويې ويل:” زه د يوې ښاريزې په توګه هغه ټکي چې د امريکا په سټراټيژۍ کې مطرح شوي دي، جدي موارد ګڼيم او فکر کوم چې د تېر په پرتله مثبت ټکي پکې شته، په ځانګړې توګه د پاکستان د مسالې په اړه چې هر کال يې له ترهګرۍ سره د مبارزې له بودجې څخه ګټه اخيستې ده. “

هغې هيله څرګنده کړه چې امريکا لکه څنګه چې په خپلې سټراټيژۍ کې له ترهګرۍ سره پر جدي مبارزې ټينګار کړى دى، په دغې برخه کې په عمل کې هم جدي و اوسي.

د هېواد په لويديځ،هرات ښار کې د سياسي چارو کار پوه عبدالقادر کامل هم د امريکا له سټراټيژۍ، په ځانګړې توګه په پاکستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له دغه سټراټيژۍ څخه هرکلى وکړ.

هغه وويل:”يوتوپير چې د تېر په پرته د امريکا د ولسمشر په خبرو کې و، دادى چې له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه يې خبردارى ورکړى دى چې دغه کار د طالبانو جنګي ځواک کمولاى شي. کله چې امريکا پر پاکستان خپلې ميليارډ ډالري مرستې بندې کړي او پر پاکستان فشار راوړي چې دغه هېواد له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي، بالاخره د طالبانو جنګي ځواک کمېږي او له تسليمېدو او د سولې له بهير سره له يوځاى کېدو پرته بله لار به ونه لري. “

د پنجشير ولايت د دارالمعلمين استاد شمس الدين حامد وويل چې ددغې سټراټيژۍ اعلان ښيي چې امريکا افغانستان يوازې نه پرېږدي.

هغه زياته کړه:” د امريکا سټراټيژي د افغانستان لپاره يو ښه پيغام دى، موږ باور لروو چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر هرڅومره زياتېږي، د افغانستان په ګټه دى او امنيت به ښه شي. “

د هغه په باور،په پاکستان کې د ترهګرو د له منځه وړلو په اړه د

د هېواد په شمال کې د بله ولايت د پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصل سيد عالم هم وويل چې د امريکا نوې سټراټيژي مثبت ټکي لري.

د هغه په وينا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره د امريکا د ملګرتيا دوام چې په سټراټيژۍ کې شامل  دى يوه اړتيا ده.

د افغانستان په اړه د امريکا له نوې سټراټيژۍ سره مخالفت                         

په يوشمېر و لايتونو کې ځينې افغانانان د امريکا له نوې سټراټيژۍ سره مخالفت ښودلى او ددغه هېواد د پوځيانو شتون د افغانستان په زيان ګڼي.

د هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد اوسېدونکي احمد سلطان وويل چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شتون د افغانستان په ګټه نه دى او د جګړې او نا امنۍ ددوام لامل ګرځي.

د هغه په وينا د امريکا د ولسمشر خبرې ښيي چې امريکا په افغانستان کې د اوږدمهاله شتون پلان لري.

د باميانو ولايت د پوهنتون د حقوقو او نړيوالو اړيکو د سياسي علومو پوهنځي استاد علي جوادي په دې اړه وويل:” هغه څه چې ټرامپ فکر کوي، د افغان دولت پروړاندې د خپل مکلفيت او سياسي برخې پرځاى يې له ترهګرو او طالبانو سره د جکړې ډېر لګښت ارزيابي کړى. د افغانستان دولت بايد دې سټراټيژۍ ته خوشبين نه شي؛ څکه په دغه سټراټيژۍ کې په افغانستان کې د ملت جوړونې او دولت جوړونې څخه ځان خلاص کړى او خپل کار يې يوازې له ترهګرۍ او طالبانو سره مبارزه بللى دى.” 

په فراه ولايت کې يو همدني فعال بريالي غفاري ويلي:” امريکا خپلو موخو ته د رسېدو په لټه کې ده او موږ هره ورڅ ددوى د پټو او ناوړو پلانونو له خوا په مختلفو نومونو د وژنو او وينې تويېدو شاهدان پاتې شوي يوو. “

د هغه په باور، امريکا په دې موخه چې په نړيواله کچه د يوه فعال قدرت په توګه مطرح شي، له افغانستان څخه خپل پوځيان نه وباسي.

نوموړي وويل چې امريکا غواړي چې دهېواد د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي او له دې لاره ګټه پورته کړي.

قابل ذکر است که دولت افغانستان، از استراتیژى جديد امريکا استقبال کرده و آن را به نفع افغانستان خوانده است.

د هغه په وينا د ټرامپ خبرې چې ګواکي د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو  مرکزونه په نښه کوي، عملي نه دي؛ ځکه که امريکا غوښتل نو دغه کار يې پخوا کاوه.

خو وسله والو طالبانو ددغه سټراټيژۍ په غبرګون کې ويلي دي، تر هغې به په افغانستان کې د امريکا پروړاندې وسله وال مقاومت ته دوام ورکړي چې د امريکا مشران جنګي سټراټيژي تعقيبوي.

هغوى دغه راز ويلي چې امريکا بايد د جګړې ددوام پر ځاى له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د وتلو په اړه فکر کړى واى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.