ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اتصالات له لوري د خپلواکۍ ورځې نمانځل

د اتصالات له لوري د خپلواکۍ ورځې نمانځل

author avatar
22 Aug 2017 - 11:10
د اتصالات له لوري د خپلواکۍ ورځې نمانځل
author avatar
22 Aug 2017 - 11:10

       د افغانستان ترټولو سترې مخابراتي شبکې اتصالات د افغانستان ملي بیرغ په پورته کولو سره د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸یمه کلیزه په یوه پرتمینه غونډه کې ولمانځله. په غونډه کې لوړپوړو دولتي چارواکو، د رسنیو استازو، د اتصالات رهبرۍ استازو او د اتصالات کارکوونکو ونډه درلوده او ددې ورځې څخه یې د درناوي له امله ټول افغان ولس ته د مبارکۍ پیغامونه وړاندې کړل.

د افغانستان اجراییوي مشر، ښاغلي ډاکټر صلاح زرق الراس ټول افغان ولس ته د افغانستان د خپلواکۍ د اخیستلو د ۹۸یمې کلیزې مبارکي ورکړه، او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان په پرمختګ کې به ذ زړه له کومې ونډه اخلي.

د اتصالات د بشري سرچینو مشر عبید الزعابي وویل، زه د اتصالات سترې کورنۍ په استازیتوب ټولو افغانانو ته مبارکي وایم او هیله لرم، چې د خوښۍ دا ورځې یو بل سره په مینه او سوله ییز چاپیریال کې تیرې کړئ.

نوموړي زیاته کړه، اتصالات د یو مسلمانې کمپنۍ په توګه د افغانانو سره له نږدې کار کوي، او د دوی لاسته راوړنو ته په درانه ګوري او ملاتړ یې کوي.

افغانستان په ۱۹۱۹ کال کې د انګریزانو څخه خپلواکي ترلاسه کړه، افغانستان ددې ورځې څخه د لمانځنې په موخه اور لوبې، ساتیریو ځایونو ته په تلو، سیاسي خبرو او د ځانګړو غونډو په ترڅ کې لمانځي. په دې ورځ ټول افغانستان کې عمومي رخصتې وي او پلازمینه کابل کې د نظامي نندارې سره ددې ورځې درناوی کیږي.

د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.

له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.

دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.