د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کارپوهان: د امريکا نوې سټراټيژي د افغانستان او سيمې د سولې او ټيکاو په ګټه ده

کارپوهان: د امريکا نوې سټراټيژي د افغانستان او سيمې د سولې او ټيکاو په ګټه ده

Aug 22, 2017 - 19:46

کابل(پژواک،٣١زمرى٩٦): يوشمېر سياسي کار پوهان د امريکا د نوې سټراټيژۍ څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې ددغه سټراټيژۍ عملي کېدل په افغانستان او سيمه کې د سولې او ټيکاو په ګټه دي.

د نړيوالو چارو کار پوه ملک ستيز وايي چې د ټرامپ سټراټيژي د هغه اټکل خلاف چې شناندو وړاندې کول، مناسب او منطقي وختله او ټرامپ په سيمه کې د امريکا پر ګټې او باور لا متکي شو او په افغانستان کې يې د امريکا شتون له لړزانده وضعيت څخه و ايست.

هغه په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي دي چې ټرامپ په دغه سټراټيژۍ کې د پاکستان رول او څيره بربنډه کړه او له افغانستان سره د هند پر ملګرتيا يې ټينګار وکړ؛ هغه څه چې د افغانستان پخوانۍ هيله پر ځاى کوي.

د نړيوالو چارو دغه کار پوه ټينګار وکړ چې اوس بايد افغان دولت نوښت وکړي او ژر تر ژره د افغانستان په اړه د ټرامپ سټراټيژۍ ته په يوه مسلکي ليد سره وګوري او هغه په مخکې پرتو موکو سره غږمله او خپل سيمه ييز سياستونه په لا ډېرځواک سره بيان کړي.

د هغه په وينا، دولت بايد دغې سټراټيژۍ ته تخصصي او رغونکى غبرګون وښيي تر څو امريکايان د افغانستان په اړه پر سټراټژيکې ملګرتيا لا باوري شي.

حقيقت دادى چې د افغانستان لپاره د امريکا ملاتړ يوه مهمه اړتيا ده.

د سياسي چارو کار پوه جاويد کوهستاني وويل چې دا لومړى ځل دى چې له اوږدو سلا مشورو وروسته په افغانستان کې د امريکا سټراټيژي اعلانېږي او له پاکستان سره پر لا فشار او غوځ دريځ سره ګوزار کوي.

نوموړي په افغانسان کې د امريکا د نوې سټراټيژۍ اعلانېدل تر ډېره د ترهګرو پر ماتې ولاړ وبلله او ويې ويل چې د امريکا متحده ايالاتو د افغانستان واقعيتونو ته په پام سره او له مهال ويش پرته د خپلو پوځيانو وتل مطرح کړي دي.

کوهستاني ددې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان په اړه د امريکا نوې سټراټيژي د هېواد پر وضعيت ځومره اغيزه لري زياته کړه چې ددغه سټراټيژۍ عملي کېدل په سيمه کې د سولې او ټيکاو په ګټه کېداى شي؛ خو په افغانستان کې سوله او ټيکاو تر ډېره د افغانانو پر ارادو پورې تړلې ده.

هغه زياته کړه:" که موږ اراده ونه کړو او د افغانستان خلک معقوله او منطقي پرېکړه ونه کړي، هېڅوک او هېڅ سټراټيژي په افغانستان کې د جګړې مخه نه شي نيولاى. "

خو د سياسي چارو يوه بل کار پوه عبدالشکور وويل چې امريکا د افغانستان په اړه خپلې سټراټيژۍ کې د افغانستان تيتو موضوعاتو ته اشاره کړې ده.

هغه زياته کړه:" هغه موخې چې امريکا يې په افغانستان کې لټوي، پاکستان په لويه کچه له امريکا سره موافق دى او دواړه په شريکه عمل کوي او ددې خبرو اورېدل هسې د خلکو تېر ايستل دي او امريکا داسې کار کوي چې پاکستان پرې خوښ وي."

هغه دغه راز وویل چې د روسيې موضوع هم ددې لامل شوې ده چې امريکا له تنګسې سره مخ شي او ونه شي کړى چې يوه ستره او څرګنده سټراټيژي اعلان کړي او له دغې سټراټيژۍ څخه داسې ښکاري چې امريکا غواړي هم خپله په افغانستان کې زيان ونه ګوري او له بلې خوا د افغانستان په قضيو کې دخيل ځواکمن هېوادونه، ډېر ونه لمسېږي.

په ورته وخت کې د سياسي چارو يو بل کار پوه بشير بيژن په افغانستان کې د امريکا سټراټيژي تکراري وبلله او ويې ويل، سره له دې چې په افغانستان کې د امريکا د سټراټيژي اعلان ته جدي تمه کېدله؛ خو له بده مرغه په هغه کچه چې د افغانستان خلکو او نړۍ يې تمه کوله، دغه سټراټيژي دقيقه او په زره پورې محتوا نه لري.

ده وويل :"د ټرامپ څو خبرې زړې شوې او بيا يې مطرح او د خپلو شريکانو دريځ يې يوځل بيا بيان کړ، زموږ تمه  دا وه چې ټرامپ بايد د ترهګرو د ځپلو په برخه کې د خپلو مکلفيتونو او دندو د ترسره کېدولپاره  د مهال ويش په اړه خبرې کړې واى؛ خو داسې ونه شول. "

نوموړي ددې په بيانولوسره چې د افغانستان بحث د امريکا پر يوه حيثيتي بحث بدل شوى دى، وويل چې ټرامپ بايد د يوه ځواکمن هېواد د ولسمشر په توګه د ترهګرۍ پروړاندې د نړيوالې مبارزې انګيزه وهڅوي او ددغې انګيزې د مديريت په ډګر کې  دې د افغانستان له خلکوسره نيغه مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر، اجراييه رييس، د ولسمشر دويم مرستيال او د کورنيو چارو وزارت سرپرست د امريکا له نوې سټراټيژۍ څخه هرکلى کړى او ولسمشر ويلي چې د امريکا دغه ژمنه په اوسنۍ نړيواله جګړه کې د افغانستان د بنسټيز شريک دوامداره ژمنه ده.

د امريکا ولسمشر ډونالډټرمپ نن د افغانستان په اړه د خپل هېواد سټراټيژي اعلان کړه.

د امريکا ولسمشر ويلي دي چې د لومړنۍ غوښتنې پر خلاف يې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو له وتلو سره مخالف دى؛ ځکه چې نه غواړي د قدرت تشه د ترهګرو ډلو د واک ته رسېدو لامل شي او دغه راز امريکا نور نه شي کولاى چې په پاکستان کې د طالبانو په شان ترهګرو ډلو د شتون په اړه غلې پاتې شي.

ټرامپ ويلي دي چې امريکا د پاکستان په واک کې ميليارډونه ډالر ورکړي دي؛ خو دغه هېواد هغو ډلو ته خوندي ځايونه ورکړي چې ګډوډۍ او تاوتريخوالي لامل شوې دي.

د امريکا ولسمشر دافغانستان له دولت څخه د ملاتړ ترڅنګ، د افغان ځواکونو د پياوړتيا او دغه راز د اقتصادي ملګرتيا د پراختيا په شمول په افغانستان کې د امنيت له رامنځ ته کېدو سره د هند د لا ډېر رول لوبولو غوښتنه کړې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement