ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج مراسمو ته له تللو افغانانو څخه تراوسه اووه تنه  مړه شوي

د حج مراسمو ته له تللو افغانانو څخه تراوسه اووه تنه مړه شوي

author avatar
23 Aug 2017 - 17:45
د حج مراسمو ته له تللو افغانانو څخه تراوسه اووه تنه  مړه شوي
author avatar
23 Aug 2017 - 17:45

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۶): د حج او اوقافو وزارت سعودي ته د حج ترسره کولو لپاره د افغانانو د تګ لړۍ د پاى ته رسېدو خبره کوي او زياتوي چې د دې مراسمو په ترڅ کې تر دې دمه ٧ افغانان مړه شوي دي.

دغه څرګندونې د ياد شوي وزارت اداري مرستيال داعي الحق عابد، نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.

ده وويل، سعودي عربستان ته د حج ادا کولو لپاره د افغان حاجیانو د تګ لړۍ چې د زمري میاشتې په ۲مه پیل شوې وه، تېره دوشنبه (د زمري ۳۰مه) پای ته ورسېده.

هغه زياته کړه، سږکال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۰زره حاجیان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

عابد وايي، د ياد شمېر کسانو د لېږد لپاره اریانا او کام ایر هوايي شرکتونو له څلورو زونونو (کابل، هرات، کندهار او مزارشریف) څخه پروازونه کړي دي.

د نوموړي په وينا، تراوسه پورې د حج په مراسمو کې له تللو افغانانو څخه اووه تنه په طبيعي مرګ مړه شوي او دوو مېرمنو زېږون ترسره کړی دى.

د ده د معلوماتو له مخې، مړه شوي کسان د بلخ، غزني، سرپل، کونړ او تخار ولایتونو اوسېدونکي دي چې یوه مېرمن او شپږ نارینه په کې شامل دي.

دى زياتوي، دوو مېرمنو چې زېږون يې کړی، یوه یې د هرات او بله د ننګرهار اوسېدونکې ده.

د حج او اوقافو وزارت مرستيال وايي، د حاجیانو د بېرته راتګ لړۍ به د لوی اختر په شپږمه (د وږي په ١٥مه) پیل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.