ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د دولت د وسله والو مخالفينو سياسي او ترهګريز عمر پاى ته په رسېدو دى

غني: د دولت د وسله والو مخالفينو سياسي او ترهګريز عمر پاى ته په رسېدو دى

author avatar
23 Aug 2017 - 15:54
غني: د دولت د وسله والو مخالفينو سياسي او ترهګريز عمر پاى ته په رسېدو دى
author avatar
23 Aug 2017 - 15:54

 

کابل (پژواک،د وږي لومړۍ نېټه۹۶): ولسمشر غني د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژۍ ته په اشارې وايي چې د دولت د وسله والو مخالفينو سياسي او ترهګريز عمر پاى ته په رسېدو دى، خو د دغې ډلې پر مخ د سولې دروازه خلاصه ده .

ولسمشر غني دغه څرګندونې نن د وږي په لومړۍ نېټه د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو د پرستانو، د ملي امنيت د رييس او د ملي امنيت د سلاکار په ناسته کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه د افغانستان په اړه د امريکا د نوې ستراتيژۍ په هکله وکړې .    

ده وويل چې دغه ستراتيژي له اساسي او ژور بحث او هر اړخيزې شننې وروسته جوړه شوې او د افغانستان او امريکا په ګټه ده .   

غني وويل چې نوره د امريکا ستراتيژي د افغانستان او سيمې په اړه ګونګه نه ده او اوس د هېواد راتلونکى تګلورى واضح دى .

 ولسمشر وويل چې نور د وسله والو مخالفينو د ترهګرۍ ، نفاق او فتنې عمر مخ په ختمېدو دى .

غني زياته کړه چې افغانستان ډېر مخکې کلونه ويلي و چې د افغانستان جګړه داخلي نه ده او د هغې ريښه سيمه ييزه او نړى واله توندروي ده چې اوس په دې نوې ستراتيژۍ کې دا موضوع په واضح ډول بيان شوې ده .

ولسمشر وسله والو مخالفينو ته په خطاب کې وويل : (( که تاسو په دې فکر کې وئ چې په جګړه کې به بريالي شئ او د افغانستان دولت به له پښو وغورځئ او يا دا مقدسه جغرافيه په دوو برخو تبديل کړئ ، نو دغه فکر مو له سره وباسئ . ستاسو دسيسې او فتنه يوازې د افغانستان د خلکو د عزت د له منځه وړولو او د افغان ځوانانو له شهادت رسولو پرته بل څه نه دي. ))  

ده وويل چې امنيتي ځواکونو ته اوس د بري زمينه مساعده ده خو د افغانستان حکومت له وسله والو غواړي چې که دوى په رښتيا افغانان وي د سولې لار دې وټاکي .

ولسمشر غني وويل چې د افغانستان حکومت له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي په ځانګړې توګه له پاکستان سره او مو په دې باور يو چې بې ثباته افغانستان د هېڅ هېواد په ګټه نه دى او ددې هېواد بې ثباتي پر پاکستان هم ناوړه اغېز کوي .

غني وايي چې د نوې ستراتيژي له اعلان وروسته اوس پاکستان ته دا چانس په لاس ورغلى چې د افغانستان په اړه خپله کړنلاره کې بدلون راولي او په دې اړه تجديد نظر وکړي .    

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.