ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميرزکه کې د يو شمېر پروژو کار پيل شو

په ميرزکه کې د يو شمېر پروژو کار پيل شو

author avatar
23 Aug 2017 - 16:58
په ميرزکه کې د يو شمېر پروژو کار پيل شو
author avatar
23 Aug 2017 - 16:58

ګردېز(پژواک،د وږي لومړۍ نېټه٩٦): د پکتيا په ميرزکې ولسوالۍ کې د ۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پيل او د کابو پنځه نيم ميليونه افغانيو په لګښت يوه بله جوړه شوې پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

په دې کې يوه د ميرزکې ولسوالۍ مقام لپاره د ودانۍ جوړولو پروژه ده، چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ۲۴ ميليونه افغانۍ جوړيږي او د يو نيم کال په موده کې به په عصري ډول جوړه شي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي د دې پروژې د چارو د پيل پر مهال وويل چې په ولسواليو کې به د حکومتولۍ پياوړتيا ته ځانګړی پام وکړي.

په ياده ولسوالۍ کې د کليو پراختيا او بيارغونې رياست د څلور ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د پروژې او د درې ميليونه افغانيو په لګښت د خليلانو د نجونو د لېسې د احاطوي دېوال کارونه هم پيل شول.

د کليو بيارغونې رياست له خوا په کثکي سيمه کې د ۵.۴ ميليونه افغانيو په لګښت يو استنادي دېوال هم بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د پکتيا والي وايي، سره له دې چې ميرزکه امن ولسوالي ده، خو تر اوسه ورته لازم پام نه دی شوی، خو په خبره يې چې تر راتلونکي کال پورې به په دې ولسوالۍ کې ۷۸ بېلابېلې پروژې پلې کړي.

کټوازي وويل:((ولسوالي د ولايت اداري واحد ده او ضرور ده چې په هره برخه کې ورته پام وشي؛ که زموږ ولسوالۍ امن او باثباته وي، نو ټول ولايت کې به مو ثبات وي؛ دولت هڅه کوي چې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي او نننۍ پروژې د دې خبرې ښه ثبوت دی.))

د ميرزکې ولسوالۍ اوسېدونکي د يادو کارونو په پيل کېدو خوښ دي او له مسوولو ادارو غواړي چې د چارو کيفيت او د خدمتونو ښه کېدو ته زيات پام وکړي.

د دې سيمې يوه اوسېدونکی عبدالحليم پژواک ته وويل چې د ميرزکې اوسېدونکي لا هم په روغتيايي، تعليمي، مواصلاتي او نورو برخو کې ګڼې ستونزې لري او له مسوولينو غواړي چې په حل کې يې جدي اقدام وکړي.

ده وويل:((ميرزکې ولسوالۍ ته په تېرو کلونو کې هېڅ پام نه دی شوی، موږ ډېر زيات مشکلات لرو، معارف کې مو معلمان يا نشته يا د اووم او اتم صنف فارغان درس ورکوي؛ همدارنګه کلينيکونه نشته، لارې خرابې دي.))

ميرزکه د مرکز ګردېز ختيځ ته په شاوخوا ۲۶ کيلومترۍ کې پرته ده. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.