ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نیمروز کې د پستې باغونو جوړولو ته لېوالتیا ډېره شوې

په نیمروز کې د پستې باغونو جوړولو ته لېوالتیا ډېره شوې

author avatar
23 Aug 2017 - 15:31
په نیمروز کې د پستې باغونو جوړولو ته لېوالتیا ډېره شوې
author avatar
23 Aug 2017 - 15:31

زرنج (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٦): د نيمروز ولايت د کرنې رياست چارواکي وايي چې دغه ولايت ډېرى اوسېدونکي د پستې باغونو د جوړېدو په لټه کې دي.

د نيمروز ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ادارې مشر محمد اکبر شريفي له پژواک خبري آژانس ره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د کنګ، چخانسور ولسواليو او زرنج ښار په شمول د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د پستې ونې روزل کېږي او په يادو سيمو کې تېر کال د ډېر شمېر بزګرانو له خوا د پستو باغونه جوړ شوي او ښه نتیجه یې ورکړې ده.

هغه زياته کړه: “د پستې ونې د نورو مېوه لرونکو ونو پرتله کمو اوبو ته اړتيا لري او په هغو ځمکو کې چې تروې خاورې ولري، وده کوي؛ دا چې نيمروز ولايت هم کمې اوبه لري او ځمکه يې يو څه مالګينه ده؛ نو ځکه په کې د پستې ونو وده ښه او ګټوره ده.”

هغه زياته کړه، د هغو بزګرانو لپاره چې په دې برخه کې فعاليت کوي، د کرنې رياست د چارواکو له خوا ورته اړين معلومات وړاندې کېږي او سپارښتنه ورته شوې چې داسې نيالګي دې کېږدي چې د نيمروز له چاپېريال سره جوړ وي او نتيجه ورکړي.

د نيمروز د کرنې رييس د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت خلکو د پستې باغونو جوړولو سره لېوالتیا ډېره شوې؛ ځکه چې د دغه ولايت ډېرى خلک په کرنه بوخت دي او د نيمروز ځمکه هم ښېرازه ده.

د کنګ ولسوالى يوه برزګر محمد قيوم چې تېر کال يې د پستې باغونو جوړولو ته مخه کړې ده، وويل چې تېر کال يې د خپل باغ په څو برخو کې د پستې نیالګي اېښي او ښه وده یې کړې ده.

هغه زياته کړه: “دا چې کلونه کلونه له هېواده بهر کډوال وم او د پستو په باغونو کې مې کار کاوه، خپل وطن ته له راستنېدو وروسته مې وغوښتل چې په امتحاني ډول د پستې باغ جوړ کړم؛ ځکه د پستې ونه هم کمې اوبه غواړي او هم د نيمروز اوبه او هوا مساعد دي ورته.”

د نيمروز يوه بزرګر حاجي دين خان هم په نيمروز کې د پستې باغونو جوړېدل ګټور وبلل او ويې ويل چې سږ کال يې په زرنج ښار کې پر ١٠جريبه ځمکه يو باغ جوړ کړى او هڅه یې کړې په دغه باغ کې داسې نيالګي کېنوي چې د زرنج له اوبو او هوا حساسیت ونه لري.

هغه زياته کړه:”سږ کال به په امتحاني ډول د پستې ونې کېږدي.”

د نيمروز د کرنې رياست يوه مسوول غلام فاروق وويل چې که خلک د پستې کرلو ته وهڅول شي او د پستې باغونو پر جوړولو لاس پورې کړي، د دوى د اقتصاد په وده کې به ډېر اغېزناک ثابت شي؛ ځکه پسته په بازار کې يوه تر ټولو لوړ بيه او ارزښتمنه مېوه ده.

نيمروز د هېواد يو ګرم ولايت دى چې او کمې اوبه او بوټي لري چې د دغه ولايت په ځينو برخو کې يوازې څلور تر پنځو مياشتو پورې خلک د خاشرود او هلمند سيندونو له اوبو ګټه پورته کوي؛ د دغه ولايت تر ځمکې لاندې اوبه د ګټې اخيستنې وړ نه دي او په همدې دليل د ياد ولايت بوټي او نباتات وده نه شي کولاى.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.