محمودراقي (پژواک، ٢ وږى ٩٦): د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماينې د دې ولسوالۍ اړوند دوه پوليس او دوه ملکي کارکوونکي وژلي دي.
د کاپيسا امنيه قوماندان محمدرازق يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو کسانو رينجر موټر نن غرمه د نجراب په پوته نومي دره کې پر سړک ځاى پر ځاى شوي ماين والوځاوه.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې د ولسوالۍ د حقوقو مدير، يو بل ملکي دولتي کارکوونکى، د پوليسو د يو بلوک قوماندان او د پوليسو يو سرتېرى وژل شوي دي.
پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين له لارې د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخیستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن