ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د اروپايي ټولنې استازي ته د وزير اکبرخان مډال ورکړ

author avatar
25 Aug 2017 - 09:46
author avatar
25 Aug 2017 - 09:46

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٦): ولسمشر غني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي سره د مخه ښې په کتنه کې هغه ته د غازي وزير محمد اکبر خان عالي دولتي مډال ورکړ.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د پلاوي مشر فرانز مايکل ميلبن دغه کتنه پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه.

سرچينه کاږي، په دغو مراسمو کې لومړی په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار اسدالله غضنفر میلبن ته د غازي وزیر محمداکبر خان عالي دولتي مډال د ورکړې په اړه د جمهور رئیس غني فرمان ولوست.

په دغه  فرمان کې له افغانستان سره په اقتصادي، پرمختیايي، د سولې پروسې او تروریزم سره د مبارزې په برخو کې د میلبن هڅې ستایل شوې وې.

سرچينه زياتوي، ورپسې اشرف غني د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د مناسباتو په پياوړتیا کې د میلبن د هڅو قدرداني وکړه او نوموړي ته يې وويل: "اداري فساد سره مبارزې زیات تمرکز غوښت چې تاسې په دې برخه کې زیاته همکاري وکړه."

ده زیاته کړه، زموږ او اروپايي اتحادیې مشارکت په ارزښتونو ولاړ دی او هغه ته یې په راتلونکو دندو کې د لا بریالیتوب هیله څرګنده کړه. 

فرانز مایکل ميلبن په افغانستان کې په خپل ماموریت خوښې وښوده او د انکشافي پروګرامونو، د ښې حکومتولۍ د پلي کېدو، د سولې او ثبات د راوستو او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې یې د جمهور رئیس غني او د افغانستان حکومت هڅې وستایلې.

ميلبن له تېرو کابو درېيو کلونو راپدېخوا د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په دغو مراسمو کې د هېواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي محمداکرم خپلواک، د جمهور رئیس سلاکار شاه‌زمان میوندي، د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئیس عبدالمتین بېګ، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیالې عادلې راز او په کابل کې مېشت د څو هېوادونو سفیرانو او کورډیپلوماتیک استازو هم ګډون درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.