ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې پر وسله والو دویم لوی هوايي برید وشو

author avatar
25 Aug 2017 - 12:39
author avatar
25 Aug 2017 - 12:39

کندهار (پژواک، ۳ وږی ۹۶): د کندهار امنيتي مسوولين وايي، په دغه ولايت  کې پر وسله والو د بهرنیو ځواکونو له خوا په هوايي برید کې ۴۲ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

له هغه وروسته چې امریکا د افغانستان په اړه خپله تازه ستراتېژي اعلان کړې، دا دویم لوی برید دی چې له هوا څخه پر وسله والو کېږي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه لس بجې لسګونو وسله والو د شاولیکوټ ولسوالۍ د بوري په سیمه کې د پولیسو او ملي اردو پر درېیو پوستو بریدونه وکړل او د دواړو لورو تر منځ جګړې دوه ساعته دوام وکړ.

هغه زیاته کړه، د جګړې پر مهال بهرنیو ځواکونو پر وخت مرسته وکړه او د قاطع ماموریت اړوند پوځي الوتکو وسله وال په نښه کړل.

دی وايي، په دې برید کې ۴۲ وسله وال ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول چې په وژل شوي وو کې د وسله والو مهم قوماندانان هم شامل دي.

د ده په خبره، وسله والو خپل ټپیان لېږدولي، خو د وژل شوو وسله والو جسدونه، وسلې او موټرسایکلونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

دی وايي، په دې جګړه کې ۲ پولیس او ۲ د ملي اردو سرتېري هم وژل شوي دي.

څو ورځې وړاندې (د زمري د ٢٨مې په شپې) د بهرنیو ځواکونو الوتکو د کندهار په نېش ولسوالۍ کې هم په ورته هوايي بریدونو کې وسله وال په نښه کړل چې لسګونو وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه او د ۷۰ تنو جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي وو.

دغه وسله وال د کندهار او هلمند له بېلابېلو ولسوالیو راغلي وو او پلان یې درلود چې خاکرېز، نېش او غورک ولسوالۍ سقوط کړي.

امنیه قوماندان زیاتوي، د امریکا نوې ستراتېژي د افغانستان په ګټه ده او له مخې يې د افغان ځواکونو هغه ټولې اړتیاوې پوره کېږي چې د جګړې پر مهال ورسره مخامخ کېږي.

دی وايي، پر وسله والو دا ډېر مهال دغسې بریدونه نه وو شوي، خو له دې وروسته به دغسې بریدونه دوام پیدا کوي او په هر ځای کې به وسله وال ځپل کېږي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې وسله والو ته دې په خپلو کورونو کې پناه نه ورکوي، که وسله وال په زور په کورونو کې پټېږي، نو خلک دې ورڅخه ووځي، څو زیان ور وا نه وړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.