ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي چارواکو د ګومل د سقوط خبر رد کړ

امنیتي چارواکو د ګومل د سقوط خبر رد کړ

author avatar
26 Aug 2017 - 14:18
امنیتي چارواکو د ګومل د سقوط خبر رد کړ
author avatar
26 Aug 2017 - 14:18

ښرنه (پژواک، ٤ وږى ٩٦): د پکتيکا امنيتي چارواکو د وسله والو طالبانو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د ګومل ولسوالۍ يې نيولې ده.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څو ورځو جګړو وروسته طالبانو د پکتيکا ګومل ولسوالۍ نيولې ده.

هغه وايي چې د ولسوالۍ د نيولو پر مهال امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر وسلې او مهمات طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

خو بل لور ته د پکتيکا سرپرست امنيه قوماندان سمونوال دادالله خان هوتک پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو د ولسوالۍ له ودانۍ څخه تاکتيکي شاتګ کړى دى.

هغه زياته کړه: ((د ولسوالۍ ودانۍ په جګړو کې خرابه شوې وه، نو موږ ولسوالۍ د سرحدي ځواکونو کنډک ته انتقال کړه، څو هلته خلکو ته خدمات وړاندې کړي نو ولسوالۍ سقوط نه دى کړى يواځې يې ځاى بدل شوى دى.))

دغه راز په ګومل کې د افغان ګډو ځواکونو قوماندان بريد جنرال رحم دل خان پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ له تېرو ٢٤ ورځو راهيسې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه ٢١٦ طالبان وژل شوي او له سلو ډېر ټپيان دي.

خو په يادې ولسوالۍ کې يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې له ګومل څخه امنيتي ځواکونه وتلي او ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده.

د پکتيکا د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ګومل ولسوالۍ کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.