ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار خلکو د امریکا د نوې ستراتېژۍ ملاتړ وکړ

د کندهار خلکو د امریکا د نوې ستراتېژۍ ملاتړ وکړ

author avatar
26 Aug 2017 - 17:46
د کندهار خلکو د امریکا د نوې ستراتېژۍ ملاتړ وکړ
author avatar
26 Aug 2017 - 17:46

کندهار (پژواک، ۴ وږی ۹۶): په کندهار کې د سوېلي زون سلګونو اوسېدونکو او مخورو په یوه پراخه غونډه کې د سوېلي اسیا په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ ملاتړ وکړ او د هغې د عملي کېدو غوښتنه یې وکړه.

په دې غونډه کې د کندهار تر څنګ، د هلمند، زابل او اروزګان سلګونو ولسي مشرانو، سياسي څېرو، د ولایتي شوراګانو غړو، دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د غونډې د ګډونوالو ویناوې تر ډېره د پاکستان پر ضد ورټولې وې او د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې یې په دغه هېواد کې د ترهګرو او د هغوی د مرکزونو د له منځه وړلو غوښتنه کوله.

په دې غونډه کې پر وسله والو طالبانو د سولې غږ هم وشو او ورڅخه وغوښتل شول چې له پاکستان سره دې خپلې اړیکې پرې کړي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حمیدزي لالي وویل، کلونه کېږي چې پاکستان په افغانستان کې د خپلو ګټو جګړه راونه کړې او هره ورځ د دې هېواد خلک وژني.

ده زیاته کړه، له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې حکومت او خلکو په پر له پسې توګه همدا خبره کوله، خو چا یې غږ نه اورېده.

د ده په خبره، داسې ښکاري چې نور نړۍ هم د افغانانو له دې غږ سره همغاړې شوې چې ښه بېلګه یې د امریکا په نوې ستراتېژي کې په پاکستان کې د ترهګرو او د هغوی د پټنځایونو له منځه وړل دي.

نوموړي وویل، پاکستان د ترهګرو اصلي ځاله ده، په دې هېواد کې ۷۰زره دیني مدرسي ترهګر روزي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره رالېږي، امریکا او نړۍ یې باید په جدیت پر وړاندې ودرېږي.

د زابل ولایت یوه ولسي مشر او د ولسمشر سلاکار محمد داود ګلزار وویل، بالاخره امریکا او ټوله نړۍ د پاکستان په دوه مخۍ پوه شوې ده.

هغه زیاته کړه، پاکستان له خپل پیدایښته بیا تر ننه په نړۍ، سیمې او افغانستان کې د ترهګرۍ لوی تمویلوونکی دی، دغه هېواد په افغانستان کې د القاعدې، طالبانو، داعش او نورو کړیو په وسیله نه یواځې د افغانستان نظام او ولس، بلکې ټوله نړۍ ګواښلې ده.

د ده په خبره، له همدې امله خلک د امریکا د نوې ستراتېژۍ ملاتړ کوي او د عملي کېدو غوښتنه یې کوي، څو په دې توګه پاکستان د خپلو کړنو سزا وګوري.

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطا جان حق بیان وویل، پاکستان د زرګونو افغان امنیتي ځواکونو، عامو وګړو او نړیوالو ځواکونو قاتل هېواد دی، د ټول افغان ولس غوښتنه دا ده چې نړۍ باید د پاکستان حقیقي او حقوقي افراد د ترهګرو په لیست کې شامل او مجازات کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.