کابل (پژواک،٤وږى٩٦): د کابل پر امام زمان جومات د ځانمرګي بريد د قربانيانو ٢٤جسدونه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د دغه جومات په انګړ کې خاورو ته وسپارل شول.
د کابل پوليس وايي، پرون د کابل په "قلعه نجارا" سيمه کې يوه ځانمرګي بريدکوړنکي د جمعې لمانځه اداکولو پرمهال د امام زمان جومات په دروازه کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي والوځول او ورپسې دوه نور بريد کوونکي جومات ته ننوتل او لمونځ کوونکي يې په نښه کړل.
د کورنيو چارو وزارت وايي، پر "امام زمان" جومات بريد کې ٢٨ تنه وژل شوي او ٥٠ ټپيان دي
د قربانيانو د کورنيو ځينې غړي وايي، بريد کوونکو له يوشمېر لمونځ کوونکو څخه سرونه پرې کړې دي.
ځوانه نجلۍ فاطمه چې په دغې پېښه کې يې مور وژل شوې ده، د جومات انګړ ته راغلې وه تر څو خپله مور د وروستي ځل لپاره وويني.
هغې په داسې حال کې چې اوښکې يې روانې وې، وويل: "بې کتابه کافرانو مې له مور څخه د عبادت پرمهال سر پرې کړى؛ دوى انسانان نه دي چې جومات ته راغلي او خلک وژني."
څلورنيم کلن علي احمد له هغو ماشومانو څخه دى چې د امنيتي ځواکونو په مرستې سره له دغه بريده روغ وتلى، کور ته يې استول شوى؛ خو تراوسه پورې په وېره کې دى.
تېره ورځ د دغه ماشوم انځور په داسې حال کې د رسنيو له خوا خپور شو چې بريد کوونکي د جومات په انګړ کې ولاړ وو. په دغه انځور کې ليدل کېږي چې پوليس د جومات د دوازې له شا څخه هغه ته اشاره کوي چې د باندې ورشي.
د علي احمد نيا ضياجان چې خاوند يې په دغه بريد کې وژل شوى دى، پژواک ته وويل چې د خاوند پر بدن په ځانګړې توګه سينه يې د پارچو له امله ژور ټپونه ليدل کېدل.
هغې وويل: "لمسی مې هم له خپل نيکه سره جومات ته تللى و؛ خو د بريد پرمهال يې ځان د جومات څنډې ته رسولى او د فرش په څنګ کې پټ شوى او وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا ژغورل شوى دى."
علي احمد په داسې حال کې چې د ماما په غېږ کې يې وېرېدلى ښکارېده، وويل: "ځانمرګى مي وليد چې مور مې يې وژله" په نهيلۍ سره يې وويل: "ځئ چې ځو چې موږ هم وژني."
د امام زمان جومات چې دوه پوړه دى، د مېرمنو او نارينه وو د عبادت دوې ځانګړې برخې لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن