ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې پراختيايي پروژې انډول ته په نه پاملرنې تطبيق شوې

په بغلان کې پراختيايي پروژې انډول ته په نه پاملرنې تطبيق شوې

author avatar
26 Aug 2017 - 16:47
په بغلان کې پراختيايي پروژې انډول ته په نه پاملرنې تطبيق شوې
author avatar
26 Aug 2017 - 16:47

پلخمري (پژواک، ٤ وږى ٩٦): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې په تېرو اتو کلونو کې په بغلان ولايت کې له ٣٣٨ ډېرې عام المنفعه او پراختيايي پروژې تطبيق شوې خو د دغو پروژو په عملي کېدو کې انډول نه دى مراعات شوى.

دغه لويې او وړې پروژې د ١٣٨٨ تر ١٣٩٦ کلونو په اوږدو کې د دغه ولايت په مرکز او ١٤ ولسواليو کې د کليو پراختيا وزارت او يو شمېر نورو مرستندوی ارګانونو له خوا بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

په ياد پروژو کې د بغلان په مرکز او کليوالي سيمو کې د پلونو، پلګوټو جوړولو، د ژورو او نيمه ژورو څاګانو کيندل، د پراختيايي شوراګانو رامنځته کول، د احاطې دېوالونو جوړول، د سړکونو پخول، د برېښنا د وړو بندونو جوړول، د ښوونځيو د ودانيو او د اړتيا وړ نورو شيانو جوړول شامل دي.

په دغو پروژو کې له يو ميليون ډېرو کسانو لپاره د کار زمينه برابره شوې ده.

د پروژو په تطبيق کې د انډول نه ساتل

د پژواک خبري اژانس موندنې د دې ښودنه کوي چې تر ټولو ډېرې پراختيايي پروژې د تېرو اتو کالو په اوږدو کې په جلګه، بنو ادراب، خنجان، مرکزي بغلان، دوشي، دهنه غوري، پل حصار، نهرين ولسواليو او پلخمري ښار کې تطبيق شوې دي.

د دغو موندنو له مخې؛ په تېرو اتو کلونو کې په بنو اندراب ولسوالۍ کې ١٢٦٩، په جنجانو کې ١٦٦٩ او په جلګه کې ١٣٧٩ پروژې تطبيق شوې دي؛ خو په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې٣٤ پروژې، په فرينګ کې ٥٩ پروژې، په پلحصار اندراب کې ١٠٢پروژې او په خوست ولسوالۍ کې ١٩٩ پروژې عملي شوې دي.

په دې توګه د بغلان يو شمېر ځايي چارواکي د پروژو په تطبيق کې د انډول پر نه مراعات سخته نيوکه کوي.

د ولايتي شورا يوه غړي فيروز الدين ايماق وويل، د پروژو په نه تطبيق کې د انډول د نه مراعات يو دليل دا دى چې په ځينو ولسواليو او کليو کې پروژې د استازو او زور اکو په غوښتنه تطبيق شوې دي او په دې برخه کې د خلکو اړتياوې په پام کې نه دي نيول شوې.

ادغه ځايي چارواکي زياته کړه، په داسې حال کې چې د فرينګ، خوست او تاله وبرفک ولسواليو خلک تر ټولو ډېر اړمن دي؛خو په دې ولسوالۍ کې تر ټولو کمې پروژې تطبيق شوې دي.

د خوست، فرينګ او ګذرګاه ولسواليو د ولسي شورا مشر عبدالغيور غيور وويل چې دغه ولسوالۍ د سړک، ښوونځي، کلينيک، پله او پول ګوټو په شمول له ډېرو جدي ستونزو سره مخ دي؛ خو حکومت دې برخې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او په ځينو ولسواليو کې ډېرى داسې پروژې عملي شوې دي چې خلک کمه اړتيا ورته لري.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه، سره له دې چې د نورو ولسواليو په پرتله په دغو ولسواليو کې امنيت ښه دى؛ خو په دغو ولسواليو کې کمې پروژې تطبيق شوې دي.

هغه يادو ولسواليو ته د ځايي چارواکو د کمې پاملرنې لامل په ارګانونو کې د اداري فساد، قومي او سيمه ييز مسايل وبلل.

پژواک د دغو پروژو د تطبيق د څرنګوالي په اړه په بغلان ولايت کې د کليو پراختيا رياست د مسوولينو له خوا د معلوماتو د وړاندې کولو غوښتنه هم وکړه خو د بغلان ولايت د کليو او پراختيا رييس اول خان احمدزي په دې اړه وويل: “زه له يوې مياشتې راهيسې په بغلان ولايت کې ګومارل شوى يم او د چارو ټول رپوټونه د دغه رياست د پلان جوړونې د امر په واک کې دي؛ خو له بده مرغه چې د دغه رياست د پلان جوړونې امر بدل شوى دى او تر اوسه د هغه پر ځاى بل څوک نه دى راغلى.”

په ورته وخت کې، د بغلان ولايت والي هم پژواک ته په متوازنه توګه د دغو پروژو د تطبيقېدو په اړه معلومات ورنه کړل.

د بغلان ولايت دغه لوړپوړي چارواکي پژواک ته وويل: “څو مياشتې کېږي چې د بغلان د والي په توګه ګومارل شوى يم، دا چې انډول ولې نه دى مراعات شوى، نه پوهېږم.”

والي که څه هم ومنله چې ښايي د پروژو په تطبيق کې نيمګړتياوې وي؛ خو په ورته وخت کې يې وويل: “که په ټاټوبي کې د بيارغونې په نوم يوه خښته هم اېښودل کېږي، د هېواد د خلکو په ګټه ده؛ د بغلان ولايت مقام له دې وروسته ژمن دى چې د پروژو په تطبيق کې انډول مراعات شي؛ څو د خلکو او حکومت تر منځ واټن کم شي او د اړمنو خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.”

د پروژو د دقيق شمېر نه شتون

په داسې حال کې چې بغلان ولايت کې ځيني ارګانونه د پراختيايي پروژو د تطبيق مسووليت پر غاړه لري خو دغه ارګانونه د پروژو د تطبيق د څرنګوالي په اړه معلومات نه ورکوي.

د بغلان د اقتصاد رياست د پراختيايي فعاليتونو د تنظيم امر محمد عيان صافي وويل: “په دغه ولايت کې د کليو د پراختيا رياست له خوا له ٣٣٨٥ ډېرې پروژې تطبيق شوې دي؛ خو يو شمېر دولتي ارګانونو هم د پراختيا او بېخ بينايي پروژو د تطبيق کې مسووليت پرغاړه درلود خو له بده مرغه د دغو ارګانونو دقيق شمېر زموږ سره نشته.”

دې سرچينې د خپلو خبرو په دوام د پلخمري ښاروالۍ او د نفتي توکو د عمومي امريت ادارو يادونه وکړه چې تر اوسه پورې يې د پروژو رپوټونه د اقتصاد رياست په واک کې نه دي ورکړل شوي.

هغه وويل: “سره له دې چې څو ځلې مو له دغو ادارو وغوښتل، خو د پلخمري ښاروالۍ او د نفتي توکو امريت هېڅ پاملرنه نه ده کړې.”

پژواک هم د دې پلټنې په دوام څو ځلې د پلخمري د ښاروال صفرمحمد صفر دفتر ته مراجعه وکړه څو په دې اړه له نوموړي سره خبرې وکړي؛ خو هغه مرکې ته حاضر نه شو او سربېره پر دې يې خپلو ساتونکو ته دنده ورکړه چې خبريالانو ته دې د ده دفتر ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

له بلې خوا د کليو پراختيا وزارت هم په بغلان ولايت کې په تېرو اتو کلونو کې د پروژو د تطبيق دقيق شمېره پژواک ته ورنه کړه.

د کليو د پراختيا وزارت وياند اکبر رستمي وويل چې په بغلان ولايت کې د ملي يووالي حکومت په کابو درېیو کلونو کې په سړک، پلونو، پول ګوټو، اوبو لګولو، د څښاک اوبو، روغتيا، ښوونه او روزنه، د سيمې پراختيا، د برېښنا سکتور او وړتياوو لوړولو ٩٨٢ پروژې عملي شوې دي.

هغه زياته کړه چې پر دغو پروژو نږدې ٣١ ميليونه ډالر لګښت راغلی او اوس هم په دغه ولايت کې پر ٨١ نورو پروژو چې ١٨،٧ ميليونه ډالر لګښت لري،  کار روان دى.

د پروژو ټيټ کيفيت

د بغلان ځيني اوسېدونکي وايي چې په تېرو ١٥ کلونو کې په دغه ولايت کې د عامه ګټو او پراختيا ډېرى پروژې ټيټ کيفيت لري.

د بغلان ولايت د “ده صلاح اندارب” ولسوالۍ اوسېدونکي محمد داود غزيزي پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې تطبيق شوې پروژې ټيټ کيفيت لري.

نوموړي د بېلګې په توګه د ده صلاح د نجونو ښوونځي ته اشاره وکړه چې څو کاله مخکې د دولت له خوا جوړ شوى او زياته يې کړه: “په لنډ وخت کې د دغه ښوونځي دېوال، کړکۍ او دروازې خراب شول او اوس د ګټې اخيستنې وړ نه دي.”

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: “په دغه ښوونځي کې کارول شوي ساختماني توکي، بې کيفيته وو، د دې تر څنګ هغه شرکت چې دغه پروژه يې عملي کړه، مسلکي انجنيران او کسان يې نه درلودل، په دې پروژه کې پیسې بېځايه تللې دي او بس.”

د بغلان د ولايتي شورا غړي فيروزالدين ايماق وويل چې دغه شورا يو څارونکى ارګان دى او اجرايي واک نه لري بيا يې هم  د ټيټ کيفيت په اړه اړوندو ارګانونو چارواکو ته څو ځلې مکتوبونه استولي خو تر اوسه پورې پام نه دى ورته شوى.

هغه زياته کړه چې په تطبيقوونکو ارګانونو کې د اداري فساد شتون د دې لامل شوى چې پروژې سمې تطبيق نه شي؛ د بېلګې په توګه د اقتصاد رياست دېوالونه چې له جوړېدو يې تر دوو کالو ډېر وخت نه دى تېر شوى، اوس وران شوي دي.

دغه راز د بغلان د ولايتي شورا غړي سميع الدين ناظر پژواک خبري اژانس ته وويل چې له درېیو کلونو ډېر وخت کېږي چې د ټولګټو وزارت د نړيوال بانک په مرسته د دوشي- باميانو سړک د قير اچولو او د شمالي سالنګ د بيارغونې کار يې پيل کړى و خو د پروژو کار د نا معلوم دليل له امله بند دى او معلومه نه ده چې بېرته به د دغو پروژو کار کله پيل شي.

دغه ځايي چارواکي زياته کړه: “په دوشي او تاله برفک ولسواليو د خلکو په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه تخريب شوه او په سلګونو کورونه استملاک شول خو څو کاله کېږي چې د دغه سړک کار بند شوى، سره له دې چې خلکو د ولايت ځايي چارواکو ته د سړک بندېدو په اړه شکايت  کړى دى خو تر اوسه د دغه سړک ستونزې هماغه شان پاتې دي.”

خلکو ته د پروژو ګټه

د بغلان ولايت يوه اوسېدونکي امان الله وويل چې د پراختيايي پروژو له تطبيق څخه هرکلى کوي؛ د بيارغونې پروژې چې خلکو ته ګټه رسوي، ډېر پلويان لري او خلک يې د تطبيق لپاره مرستې ته چمتو دي.

هغه زياته کړه چې په تېرو څو کالو کې په بغلان کې يوشمېر پراختيايي او عامه ګټو پروژې تطبيق شوې دي، ترډېره يې په سيمه کې د خلکو ستونزې حل کړې دي او خلک له دولت څخه هيله لري چې په لومړي ګام کې ددغه ولايت امنيت او بيا رغونې ته ډېره پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د بغلان ولايت اقتصادي کار پوه محمد افضل هم تاييد کړه چې په دغه ولايت کې د زرګونو وړو او سترو پروژو په عملي کېدو سره د کليوالو ډېرى ستونزې حل شوې دي.

نوموړي وويل: “په تېرو کلونو کې سلګونه پلونه او پولګوټي جوړ شوي دي، تر سل کيلومتره پر ډېر سړک قير اچول شوى، چاپېر دېوالونه جوړ شوي دي چې دغو پروژو د بغلان ولايت د خلکو لپاره ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې دي. “

هغه زياته، په تېرو وختونو کې بزګرو او باغوانانو نه شواى کولاى چې خپل حاصلات په اسانۍ سره بازار ته ورسوي څو اوس هغوى خپل حاصلات په اسانۍ سره د پلورلو لپاره بازار ته يوسي.

نا امني د پروژو د تطبيق په لاره کې ستره ننګونه ده

د کليو او پراختيا وزارت وياند اکبر رستمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ځينو سيمو کې د دغه وزارت د پروژو د تطبيق پر واندې اصلي ننګونه نا امنۍ دي او پر وخت د پروژو د تطبيق او خلکو ته د مهمو خدمتونو پر وړاندې کېدو اغېز لري.

هغه زياته کړه، په ځينو سيمو کې ټولنيزې ننګونې، د پراختيايي شوراګانو په ملګرتيا او له خلکو سره په سلا مشورو حل کېداى شي خو نا امنۍ تر اوسه د پروژو پر وړاندې يوه ننګونه ده.

بغلان د اداري جوړښت له مخې يو مرکز او ١٤ و لسوالۍ لري او مرکز يې پلخمري ښار دى.

خنجان، دوشي، بنو، ده صلاح، پلحصار، جلګه، خوست، فرينګ، ګذرګاه نور، نهرين، بورکه، دهنه غوري، تاله وبرفک د دغه ولايت ولسوالۍ دي.

بغلان مهم صنعتي او کرنيز ولايت دى، د هېواد په شمال ختيځ کې دويم درجه ولايت دى چې اوس د دغه ولايت دهن غوري ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده او طالبان د مرکزي بغلان، تاله وبرفک په شمول په څو ولسواليو کې هم فعاليت لري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.