ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ناوې ولسوالۍ ځانمرګي بریدکې ۱۳ تنه وژل شوي

د هلمند ناوې ولسوالۍ ځانمرګي بریدکې ۱۳ تنه وژل شوي

author avatar
27 Aug 2017 - 19:40
د هلمند ناوې ولسوالۍ ځانمرګي بریدکې ۱۳ تنه وژل شوي
author avatar
27 Aug 2017 - 19:40

لښکرګاه (پژواک ٥ وږى ٩٦): د هلمند مسوولين وايي، په ناوې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر سرتېرو د موټربم ځانمرګى بريد شوى او په کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.

د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام په څه باندې ٧ بجو د ناوې ولسوالۍ په دوه پوله سيمه کې د ملي رادو په ضربتي قواوو د موټربم ځانمرګى بريد شوى دى.

ده زياته کړه، په دې پيښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دی، چې به ملکي وګړي وژل شوي، چې پکې ملکیان او نظامیان شامل دي.

روغتیایي سرچینې وایي، چې له یادې پيښې ۱۰ جسدونه ایمرجنسي او ۳ بست روغتون ته له ټپیانو سره وړل شوي.

د هغه په خبره، د مړو او ټپيانو هويت لا نه دى څرګند.

د ناوې ولسوال اغامحمد دا بريد تاييدوي، خو وايي چې په ياده سيمه کې د اردو پوسته نشته او ښايي بريد هغه مهال شوى وي، چې کله سرتېري په ګرمې بوخت وو.

وسله والو طاللبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.