پلخمري (پژواک،٥ وږى٩٦): د بغلان ولايت چارواکي وايي چې د پلخمري ښار په شپږمه ناحيه کې د ترافيکي پېښې له امله اته کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
د بغلان ولايت د ترافيکو امر دويم څارن سهراب پژواک خبري اژانس ته وويل، د پلخمري ښار د شپږمې ناحيې اړوند په "پوزه ايشان" سيمه کې له يوې لارۍ سره د سراچه موټر ټکر کړى دى.
نوموړي زياته کړه، په دغه پېښه کې درې مېرمنې،درې ماشومان او دوه نارينه مړه شوي او څلورکسان ټپيان دي.
د پلخمري ښار اوسېدونکي وايي، مړه شوي او ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي چې د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره روان وو.
د پلخمري د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکټر عين الدين صياد وايي، ياد شوي روغتون ته له دغې ترافيکي پېښې څخه اته مړي او څلور ټپيان ور وړل شوي چې په ټپيانو کې د يوه ماشوم وضعيت نازک دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن