کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٦): د افغانستان برېښنا شرکت د هرات څلورو ولسوالیو ته د برېښنا رسولو په موخه د ۱۶ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت له درې شرکتونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د وږى په پنځمه په خبري غونډه کې وویل چې د برېښنا دغه درې پروژې د هرات ولایت په اوبي، کروخ، چشت شریف او پښتون زرغون ولسوالیو کې پلي کیږي او کابو ۱۶زره کورنۍ به له دوامداره برېښنا څخه برخمنې شي.
د هغه په وينا، د یادو پروژو مجموعي لګښت ۱۶ میلیون امریکايي ډالر تخمین شوی چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي او ۱۸ میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
توحيدي وايي: "یادې ۳ پروژې له اطلس افروز ایراني شرکت، افق البرز ایراني شرکت او جې وي/ سټیټ کورفس افغاني-هندي شرکت سره لاسلیک شوې دي."
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي خلیل الله شهیدزاده له برېښنا شرکت څخه مننه وکړه اود هرات د خلکو په استازیتوب یې د یادو پروژو د امنیت ساتنې په برخه کې د برېښنا شرکت ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه وویل: "د دغو پروژو له پلي کېدو وروسته به په یادو ولسوالیو کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې جوړې شي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن