ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“دايميردادو کې يو طالب قوماندان  ووژل شو”

“دايميردادو کې يو طالب قوماندان ووژل شو”

author avatar
28 Aug 2017 - 18:37
“دايميردادو کې يو طالب قوماندان  ووژل شو”
author avatar
28 Aug 2017 - 18:37

کابل (پژواک، ٦وږى ٩٦): د ميدان وردګو چارواکي وايي چې د دغه ولايت په دايميردادو ولسوالۍ کې يو طالب قوماندان په هوايي بريد کې ووژل شو.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل د وږي په ٦مه پژواک اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته دوه بجې د دغه ولايت په دايميردادو ولسوالۍ کې طالب قوماندان محمد ايوب د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو .

هغه زياته کړه چې تراوسه پورې يوازې د همدې يوه قوماندان د وژل کېدو راپور راکړل شوى دى .

نوموړي وويل ، دغه راز امنيتي ځواکونو د دغه ولايت د سيداباد ولسوالۍ اړوند د شيخ اباد په سيمه کې تر يوه پله لاندې درې بوشکه يي ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

که هم وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې د ليکلي چې ترشپه يې نرخ ولسوالۍ ته پر لاره درې امنيتي پوستې نيولي او درې پوليس يې وژلي او دوه يې ژوندي نيولي دي .

خو د ميدان وردګو د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله امني وايي چې هلته جګړه شوې، چې يوازې يو سيمه ييز پوليس او دوه طالبان په کې وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.