ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د پوليسو له روزنیز مرکزه ۳۱۹ کسان فارغ شول

د کابل د پوليسو له روزنیز مرکزه ۳۱۹ کسان فارغ شول

author avatar
29 Aug 2017 - 17:20
د کابل د پوليسو له روزنیز مرکزه ۳۱۹ کسان فارغ شول
author avatar
29 Aug 2017 - 17:20

کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٦): نن د کابل ولايت د ملي پوليسو له روزنیزه مرکزه تر څلور مياشتنیو زده کړو وروسته ۳۱۹ پولیس افسران او ساتنمنان چې ١٩ يې ښځې دي، فارغ شول.

د دغه مرکز مشر مل پاسوال عبدالبصیر سیدخېلي د فراغت په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل: "فارغ شوي کسان د طب او شرعیاتو په برخه کې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو درلودونکي وو چې کورنیو چارو وزارت له قانون سره سم د دغو کسانو ملکي تحصیلي اسناد و ارزول او د ملي پوليسو روزنيز مرکز کې یې د فکري، عقیدتي او همدارنګه د روغتیا په برخه کې د څلور میاشتنیو زده کړو لپاره جذب کړل."

هغه ونه ويل چې له دغه مرکز څخه فارغ شوي څومره افسران او څومره ساتنمنان دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ویس احمد برمک فارغ شوي پولیس افسران په هېواد کې د سولې او ثبات ضامن وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې ملي روحیه ولري او د ملت د هوساینې لپاره کار وکړي، نه د قوم مذهب او سیاستوالو لپاره.

ده د پولیسو په تعلیمي مرکزونو کې د هر ډول ستونزو د ژر حل کېدو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه: "کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې د ښځینه پولیسو د شمېر د زیاتوالي تر څنګ هغوی ته د پام وړ اسانتیاوې هم برابرې کړي."

هغه ونه ويل چې دا مهال د پوليسو په ليکو کې څومره ښځينه کار کوي.

د کابل ولايت د ملي پوليسو له روزنیز مرکزه د روغتیا له برخې فارغه شوې محصلې جمیلې په تعلیمي مرکز کې د ښوونکو له ښه چلنده خوښه وه، خو یاد مرکز کې یې د لیليې د نه شتون له امله سر ټکاوه.

هغې چې مخکې کې قابلګي لوستې، وویل: "تعلیمي مرکز کې راته د شپې د اوسېدو ځای نه و، اړه وم چې له زیاتو امنیتي ستونزو سره سره هره ورځ پغمان ته تګ او راتګ وکړم."

د یاد مرکز د شرعياتو له څانګې فارغ شوي محمد اشرف له ځوانانو وغوښتل چې د پولیسو له لیکو سره یو ځای شي او  د خپلو هېوادوالو ساتنه وکړي.

هغه له حکومته وغوښتل چې نا امنه ولایتونو ته د دوی د لېږد په اړه کلک امنیتي تدابیر ونیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.