تالقان(پژواک،٧وږى٩٦): د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ په ښار کې د اور لګېدنې له امله دوه سرایونه او شاوخوا سل هټۍ سوځېدلې دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت مرستیال امر عتیق الله حیدري د وږي په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په یاده ولسوالۍ کې اور لګېدنه د لرګیو له یوې هټۍ څخه نورو سرایونو او هټيو ته خپره شوې ده.
حیدری وايي چې اور لګېدونه تېره شپه ۸ بجې پیل شوې وه او نن سهار په پنځو بجو مړه شوه .
د سیمې اوسېدونکي نجم الدین پژواک ته وويل چې په دغو سرایونو کې له اور لګېدنې سره سم خلکو او پولیسو د اور د مړه کول هڅې پيل کړې.
نوموړی وايي:(( موږ دومره وشو کولی چې د شپې تر لسو بجو پورې د اور د خورېدو یو څه مخه و نیسو، خو د شپې یوه بجه اور بېرته زور واخیست او له کنټروله ووت.))
د هغه په خبره چې د اور وژنې ډله له تالقانو څخه یادې ولسوالۍ ته څلور بجې را ورسېده او تر پنځو بجو پورې یې اور مړ کړ .
چار واکي وايي چې د دغې اور وژنې د څرنګوالي او خلکو ته د اوښتو مالي زیانونو په اړه پلټنې پیل شوې دي چې وروسته به يې له رسنيو سره معلومات شريک کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن