ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو مشر: د بنستيزو پروژو د خونديتوب لپاره مو کميسيون ټاکلى

د طالبانو مشر: د بنستيزو پروژو د خونديتوب لپاره مو کميسيون ټاکلى

author avatar
31 Aug 2017 - 11:18
د طالبانو مشر: د بنستيزو پروژو د خونديتوب لپاره مو کميسيون ټاکلى
author avatar
31 Aug 2017 - 11:18

کابل (پژواک، ٩وږى ٩٦): د طالبانو مشر، افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون د سولې په لار کې لوى خنډ بولي او له سوداګرو غواړي چې د افغانانو د سوکالۍ لپاره افغانستان کې پانګونه وکړي.

د طالبانو مشر هبة الله اخندزاده په خپل اختريز پيغام کې چې رسنيو ته استول شوى، ويلي چې افغانان بايد د خپل هېواد د بيارغونې او پرمختيا لپاره لاس په کار شي، خپل مالي او بشري ځواک دې په هېواد کې د ننه ولګوي او په دې برخه کې دې د بهرنيانو په تمه نه اوسي.

هغه زياتوي چې په ځانګړي ډول سوداګر بايد د هېواد په داخل کې پانګونه وکړي، ترڅو دلته بېکاري ختمه او افغانان نورو هېوادونو ته د خطرناکې کډوالۍ او هلته له سختو کارونو وژغورل شي.

ده پر ملي سوداګرو غږ کړى چې که په ښارونو کې له اختطاف او غاصبينو څخه په وېره کې وي، د دوى تر واک لاندې سيمو کې دې فابريکې او کارځايونه ودان او په بېلابېلو برخو کې دې پانګونه وکړي

د طالبانو د مشر په وينا، دوى نه يواځې دا چې په خپل ټول توان سره د سوداګرو حمايت کوي، بلکې له هر هغه اقدام څخه ملاتړ کوي چې ګټه يې ولس او هېواد ته رسي.

دى وايي: "موږ ازاد، مستقل او مترقي افغانستان غواړو."

هغه ويلي، د لارو، پلونو، د اوبو بندونو، تعليمي ادارو، روغتيايي مرکزونو، توليدي فابريکو د جوړولو او د هر راز زېربنايي پروژو د خونديتوب لپاره يې ځانګړی کميسيون ټاکلی چې د هېواد په هره برخه کې د دا ډول پروژو څارنه او ساتنه کوي.

خو د دې کميسيون په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو مشر خپلو کسانو ته لارښوونه کړې، چې د ولسي ښېرازۍ او ښېګڼې د کارونو لپاره زمينه برابره کړي او څوک چې په دې برخه کې خدمت کوي، د هغوى د فعاليت او امنيت لپاره همکاري خپل مسووليت وبولي.

ده تردې ور اخوا ويلي، له هېچا څخه د انتقام اخيستلو اراده نه لري، تبعيضي چلند نه کوي او نه هم د واک د انحصار په لټه کې دي.

دى زياتوي: "زموږ په باور يو جامع او د ولس د ارمانونو ممثل نظام هغه دی چې په هغه کې د ټولنې ټول اقشار او پرګنې خپل ځان وويني."

د طالبانو مشر، افغانستان کې د سولې پرمخ تر ټولو لوى خنډ بهرني ځواکونه بللي او ويلي يې دي چې له سوله ييزې لارې د افغانستان د مسئلې حل د دوى د تګلارې مهمه برخه ده او د همدې لپاره يې سياسي دفتر ته د سوله ييز حل موندلو دنده سپارلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.