د څرخي پله زندان د بندیانو لپاره اختر ځوروونکی وي

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۹۶): د کابل په څرخي پله زندان کې بنديان وايي، زندان کې د عادي ورځو په پرتله د اختر شپې ورځې ډېرې په سختۍ تېرېږي؛ ځکه چې په اختر کې له کورنيو لرې والى يې غمونه نور هم ډېروي.

هغه زندانيان چې پر اعدام محکوم شوي، بيا وايي چې د مرګ په انتظار د ژوند تېرولو اختر ترې هېر کړى دى.

کابل کې د څرخي پله زندان چارواکو په دغه زندان کې پر بېلابېلو جرمونو بندي شوي يو شمېر کسان، له لوى اختره درې ورځې مخکې د زندان پنځم بلاک ته راټول کړل، څو پژواک خبري اژانس ورسره مرکې وکړي.

د مرکې پر مهال د زندان ساتونکي په داسې واټن کې ولاړ وو چې د زندانيانو خبرې يې نه اورېدې.

د زابل د مرکز کلات اړوند د "سينک" نومي سيمې اوسېدونکی ۷۰ کلن عبدالجليل يو له دغو زندانيانو څخه دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دولت سره د وسله وال مخالف په تور نيول شوى، پر ١٦ کاله بند محکوم دى او پنځه کاله يې په زندان کې تېر کړي دي.

ده چې اوږده سپينه ږيره يې لرله، د دې پوښتنې په ځواب کې چې اختر په زندان کې څنګه تېرېږي؟ وويل: "ازادي د لوی خدای (ج) ستر نعمت دی، کله چې د انسان ازادي سلب شي د ژوند ټول خوندونه يې له منځه ځي، يو سړی د پنجرو شا ته بندي وي او اته دروازې ورپسې بندې وي؛ هلته به نو څه اختر وي."

په اخترونو کې خلک نوې جامې اغوندي، د يو بل کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره ورځي او له مېلمنو نه د هرکلي لپاره له اختر نه مخکې ډول، ډول وچې او تازه مېوې برابروي.

خو عبدالجليل، وايي چې د زندان اختر د ازادو خلکو د اختر په څېر نه وي.

د هغه په وينا، حکومت د اختر په ورځو کې له عادي اعاشې پرته نور هېڅ شى زندانيانو ته نه ورکوي، خو دومره وي چې د اختر په درېيو ورځو کې زندانيان کولاى شي د اړوند بلاک له نورو زندانيانو سره وګوري او د اختر مبارکي وکړي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، د څرخي پله په زندان کې ټول شاوخوا ٩ زره تنه زنداني دي او په يوه بلاک کې له ۴۰۰ تر ۲۰۰۰ تنو بنديان په بېلابېلو خونو کې ساتل کېږي.

عبدالجليل چې په موسکا يې خبرې کولې خو په څېره کې يې د خفګان نښې له ورايه ښکارېدې، وويل چې د اختر په ورځو کې زندان ته پايوازان نه ورځي، خو تر اختر مخکې ده نوي کالي او وچې مېوې ور وړي.

هغه بيا، بيا خپله کورنۍ يادوله او د دې ارمان يې کاوه چې اختر يې له خپلې کورنۍ په تېره بيا کوچنيو ماشومانو سره تېر کړى وى.

دى وايي، دوې مېرمنې او ١٦ اولادونه لري چې ټول پرې ګران دي، خو لوڼې يې ډېرې يادېږي.

دغه عمر خوړلي زنداني زياته کړه: "واړه اولادونه مې کله چې د پايوازۍ لپاره زندان ته راځي، چې بېرته يې رخصتوم نه ځي او تر کاليو يې نيولي يم وايي چې ته هم راځه؛ د اکثره بنديانو همدغه حال وي، نو دوی بيا په دې ډول رخصتيو، چې بچيه ته درځه زه موټر در اخلم او در وځم؛ په داسې چل يې له زندانه باسو؛ طبعاً دا يوه دردوونکې صحنه ده."

د بدخشان د کشم ولسوالۍ د پسته خور سيمې اوسېدونکی ۵۰ کلن مولوي عبدالعلي چې د نشه يي توکو د قاچاق په جرم په شپاړلس کاله بند محکوم شوى او له تېرو شپږو کلونو راهيسې په څرخي پله کې د بند شپې ورځې تېروي، وايي: "موږ دوه وروڼه يو، دواړه بنديان يو او د کورنۍ ۱۶ غړي مو بې سرپرسته پاتي دي."

دى هم له دې امله سخت ځورېږي چې له خپلې کورنۍ څخه او په تېره بيا د اختر په شپو کې لرې دى.

هغه وايي: "سړی ډېر مايوسه شي چې له خپلې کورنۍ او خپلو خپلوانو لرې وي؛ دا نورې ورځې په عادي ډول تېرېږي ورسره عادت شوي يو، دومره سختې نه وي، خو کله چې د اختر ورځې راشي دومره سختې تېرېږي، وايم درېغه مړ وای."

مولوي عبدالعلي له دې هم رنځ وړي چې په تېرو شپږو کلونو کې يې د کورنۍ غړي د پوښتنې لپاره زندان ته نه دي ورغلي.

هغه وايي، د کورنۍ غړي يې ځکه پوښتنې ته نه دې ورغلي چې د کورنۍ نارينه يې واړه دي او ښځې نه شي کولاى له بدخشان نه تر کابله اوږده لاره ووهي او زندان ته ورشي.

ده وويل يواځېنى شى چې د ده زړه تسل کوي، هغه دا ده چې د ټيلېفون له لارې د خپلې کورنۍ له غړو سره کله، کله خبرې کوي.

د پروان د شېخ علي ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۳ کلن غلام محمد چې له دولت سره د وسله وال مخالف په جرم پر لس کاله بند محکوم شوی او درې نيم کاله زندان يې تېر کړى، وايي: "تر دې پورته بل زجر نشته چې د يو انسان ازادي سلب شي، د يو انسان لپاره تر خپلې کورنۍ پرته هېڅ شي بهتر نه دي، بهترينه شېبه هغه وي چې انسان د خوښۍ او غم پر مهال په خپل کور کې وي."

هغه چې لا يې واده نه دی کړی خو تر ډېره يې د سر وېښته او ږيره سپينه شوې وايي، ورور يې له هر اختر مخکې د اختر لپاره کالي ور وړي، خو چې هر ځل يې وروړي د ده د زندان درد نوى کوي.

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار سيمې اوسېدونکی ٥٥ کلن ډګروال محمدالله د ياد زندان يو له هغو زندانيانو دى چې د اعدام حکم پرې شوى دى.

د هغه پاکې سپېنې جامې پر تن وې، ګېره يې خرېلې وه او بريتونه يې هم تور رنګ کړي و، خو د خبرو پر مهال يې خوله وچېده.

محمدالله وويل:" څه کم څوارلس کاله کېږي چې زنداني يم، په ۱۳۸۳ کال کې نيول شوی يم او وروستۍ پرېکړه په ۱۳۹۰ کال کې وشوه، په غايبانه ډول په اعدام محکوم شوم."

ده زياته کړه:" زه په اعدام محکوم يم اصلا اختر نه لرم، هره لحظه د مرګ راباندې تېرېږي؛ خو بيا هم له خدايه شکرګذاره يم چې لا ژوندی يم، خو اختر مو اختر نه دی؛ بالکل ناهيلی يم."

هغه زياتوي، د ده په شان سلګونه داسې کسان شته چې پر اعدام محکوم دي او په دغه زندان کې د مرګ لپاره شېبې شمېري.

ده له حکومت نه وغوښتل چې د داسې زندانيانو په اړه دې ژر وروستۍ پرېکړه وکړي، يا يې د اعدام او يا يې دې خوشې کړي؛ ځکه چې د مرګ په انتظار د ژوند تېرول ډېر سخت دي.

يادو ټولو زندانيانو د عدلي او قضايي ارګانو له کړنو سر ټکاوه او ادعا يې کوله چې په محاکمو کې ډېرې پرېکړې د جرم د اثبات لپاره له شواهدو پرته کېږي.

خو دوى ټولو د زندان له چارواکو خوښي څرګندوله او ويل يې چې نېک چلند ورسره کوي.

د څرخي پله د زندان مشر مل پاسوال عبدالتواب احمدزي وويل چې د دغه زندان ټول بنديان له قانون سره سم له خپلو حقونو برخمن دي او هلته ورته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمينه هم برابره شوې ده.

نظر ورکړئ