ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل بې وزله ماشومان اختر نا هیلي دي

د کابل بې وزله ماشومان اختر نا هیلي دي

author avatar
1 Sep 2017 - 09:18
د کابل بې وزله ماشومان اختر نا هیلي دي
author avatar
1 Sep 2017 - 09:18

کابل (پژواک، ۱۰ وږ ى ٩٦): د نېکمرغه لوى اختر ورځې په خوښۍ سره لمانځل کېږي، خو په کابل کې د اشيانې په نوم د ماشومانو ملاتړ مرکز کې د ګڼو ماشومانو په څېرو دا خوښي نه ښکاري او د نورو عادي ورځو په څېر ژوند تېروي.

د لوګر اصلي اوسېدونکې ١٤ کلنې سوسن پنځه مياشتې وړاندې د همدغه بنسټ په مرسته په کابل کې درس پيل کړ او اوس يې هم روزنه روانه ده، خو وايي چې اختر ورته له نورو عادي ورځو توپير نه لري.

هغې زياته کړه: ((پلار مې د کابل منډوي کې مزدورکار دى، ورځنى عايد يې زموږ د کورنۍ اړتياوې نه شي پوره کولى؛ ځکه خو د ځان مينځلو کڅوړې اوبم او بيا يې په بازار کې پلورم، څو له خپل پلار سره مرسته وکړم.))

سوسن زياته کړه: ((مور مې نالوستې ده، خو نه غواړي چې زه، څلور خويندې او کوچنى ورور مې نالوستي پاتې شو او راتلونکى مو خراب شي، اشيانه موږ ته کتاب، قلم او کتابچه راکوي، دا يوه ستره مرسته ده چې اشيانې بې وزلو ماشومانو ته برابره کړې ده.))

خو دغه ماشوم په دې ورځو کې د نورو ماشومانو اختريزو خوښيو ته په اشارې سره وويل:((اختر زموږ لپاره مفهوم نه لري، په اختر کې ټول نوي کالي اغوندي، کلچه خوري، خو موږ يې نه لرو، حتى اړ يو  چې خپلې زړې جامې واغوندو.))

د ننګرهار اوسېدونکى ١٣ کلن عبدالله هم يو له هغه ماشومانو دى چې اشيانه کې زده کړې کوي او له پنځه مياشتې وړاندې يې د دغه بنسټ په مرسته کابل کې درس ويل پيل کړي او اوس نيمه ورځ کار کوي.

هغه زياته کړه: ((هر وخت چې اختر شي د ځينو معتبرو ملګرو کور ته ورځم، هغه وخت مې زړه تنګ شي او وايم چې اى کاش زه هم شتمن وى، رنګا رنګ مېوې مې اخيستلى، څو زموږ کور ته هم خلک راتللى.))

عبدالله زياته کړه چې له غرمې وروسته کله چې په اشيانه کې درس پاى ته ورسېږي، بازار ته ځي او د سړک پر غاړه پلاستيک پلوري.

دغه ماشوم وويل چې هره ورځ له پنځوسو تر سلو افغانيو کار کوي او اړ دى چې خپل فلج شوي پلار ته يې وسپاري، څو د کورنۍ د لګښتونو لپاره ترې کار واخلي.

عبدالله څرګنده کړه چې له همدې امله نه دى توانېدلى چې خپل ځان ته د اختر جامې واخلي او د اختر په ورځو کې د نورو شتمنو کورونو د ماشومانو په څېر خوښي وکړي.

هغه چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې، د خپلې سترې هيلې په اړه يې وويل: ((له مخالفينو او دولت نه غوام چې جګړه بس کړي، زما په څېر د نورو ژوند تباه نه کړي، هيله لرم چې ارامي راشي او زه هم وکولى شم چې درسونو ته دوام ورکړم او راتلونکي کې ډاکټر شم.))

د اشيانه موسسې د پروژو مشر حشمت الله حيات پژواک ته وويل چې څه باندې دوه زره ماشومان چې عمرونه يې د ٦ او ١٧ کلونو ترمنځ دي، په کابل، مزار شريف، هرات او ګردېز کې د دغه بنسټ په مرکزونو کې تر پوښښ لاندې نيول شوي چې څه باندې ٧٠٠ تنه يې په کابل کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.