ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“زموږ اختر هغه ورځ دی چې ډوډۍ ولرو”

“زموږ اختر هغه ورځ دی چې ډوډۍ ولرو”

author avatar
1 Sep 2017 - 10:07
“زموږ اختر هغه ورځ دی چې ډوډۍ ولرو”
author avatar
1 Sep 2017 - 10:07

کابل (پژواک۱۰وږى ٩٦): په کابل کې ښار کې کورني بېځايه شوي د خپلو اقتصادي ستونزو د حل او کارموندنې په برخه کې د دولت د مرستې غوښتنه کوي او وايي چې د ژوند ستونزې يې د اختر نمانځلو ته نه پرېږدي.

د کابل ښارد پنځمې ناحيې اړوند قمبر څلورلارې کې شاوخوا زر کورنۍ له تېرو شاوخوا اتو کلونو راهيسې په خېمو او خټينو کورونو کې ژوند کوي. د دوى اکثره کورنۍ له بېلابېلو ولايتونو په ځانګړي ډول له هلمند او کندهار څخه بې ځايه شوې دي.

د هلمند ولايت اصلي اوسېدونکي حاجي تراب ملک چې په دې سيمه کې د بېځايه شوي په توګه ژوند کوي، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې دلته اختر نه شي نمانځلى.

هغه زياته کړه: ((اختر خو هغه کسان نمانځي چې نوي کالي يې کړي وي، قرباني وکړي، مېوه واخلي، موږ خو د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لرو، ټول وزګار يو، دولت او موسسات هم راسره مرسته نه کوي.))

نوموړي وويل: ((د څو منه اوړو، لرګيو، کمپلې او ترپال په مرسته زموږ ستونزې نه حل کېږي، که چېرته حکومت غواړي چې له سوال او د نورو د مرستې له تمې خلاص شو، موږ ته دې د کار زمينه مساعده کړي.))

د هلمند يو بل اوسېدونکى ٤٥ شمس الدين چې اوسمهال په دې ځاى کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، وايي چې په هلمند کې د ژوند پر مهال به يې اختر د نوو جامو، بېلابېلو خوړو او مېوو سره نمانځه، خو اوس تر دې کچې رسېدلي چې د کورنۍ لپاره د درې وخته ډوډۍ تيارولو توان هم نه لري.

نوموړي هم زياته کړه: ((نه دولت  مرسته کوي او نه يې هم زموږ د ستونزو د حل په موخه کوم کار ترسره کړى دى چې موږ دې له نورو تمه پرې کړو، که دولت رښتيا هم غواړي چې زموږ سره مرسته وکړي، موږ ته دې د کار زمينه مساعده کړي، په ورځو ورځو مو ځوانان ځي په چوک کې د کار لپاره درېږي، خو کار ورته نه پيدا کېږي.))

د دې سيمې يو شمېر نورو بېځايه شوو هم ورته نظر درلود او ويل یې که چېرته حکومت له دوى سره د مرستو غوښتونکى وي، غوره به دا وي چې دوى ته د کار زمينه مساعده کړي.

د کابل ښار په دويم پروان سيمه کې هم لسګونه کورنۍ تر خېمو او خټينو کورونو لاندې ژوند کوي.

د حفيظ الله په نوم يوه بې ځايه شوي چې د کاپيسا د تګاب اصلي اوسېدونکى دى، وويل: ((زموږ اختر به هغه ورځ وي چې درې وخته ډوډۍ ولرو، اوس خو د اختر مزه نشته، شپه ورځ خواري کوو، خو يوه مړۍ ډوډۍ نه شو موندلى.))

هغه هم زياته کړه چې کله کله دولت او خيريه موسسې له دوی سره مرسته کوي، خو د يوه اندازه خوړو په مرستې سره د بې ځايه شوو ستونزه نه حل کېږي، حکومت او موسسات بايد د کار او استوګنځي زمينه ورته مساعده کړي.

د دې سيمې اوسېدونکې ٦٥ کلنه بي بي حليمه وايي: ((دوه بچيان مې ووژل شول، اړ شوو چې له تګاب نه کډه وکړو، بل ځاى نه و چې ورشو، دلته راغلو او له يوه کال راهيسې په کې مېشت يو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.