کابل(پژواک، ۱۲ وږى ۹۶): ولسمشر محمداشرف غني وايي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به شپږ ميليارده ډالره د افغانستان د هوايي ځواک پر پياوړتيا ولګېږي.
د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ختيځو ولايتونو د عمومي امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه نن سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته سفر وکړ او هلته يې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه ليدنه وکړه.
ولسمشر په قول اردو کې له امنيتي ځواکونو سره د ليدنې پرمهال د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستايلې او زياته يې کړه چې ډېر ژر به هېواد امن او باثباته شي او زړور امنيتي او دفاعي ځواکونه به خپلو کورنيو ته ور ستانه شي.
هغه زياته کړه، د امريکا د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته د غوڅ ملاتړ ماموريت له خوا د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ زيات شوى او نور هم زياتېږي.
غني وويل:" په راتلونکو څلورو کلونو کې به شپږ ميليارده ډالره د افغانستان پر هوايي ځواک ولګېږي."
د هېواد جمهور رئيس د داعش ډلې په ځپلو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو اتلولي وستايله او د ختيځو ولايتونو له ولسونو څخه يې له دې امله مننه وکړه چې د دوى اکثره اولادونه د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې شپه او ورځ خدمت کوي.
ولسمشر وويل:" ستاسو د اتلوليو او کارنامو له برکته ما په پوره وياړ ستاسو استازيتوب وکړ او ستاسو د سرښندنو له برکته امريکا داسې ستراتيژي اعلان کړه چې په تطبيق سره به يې زموږ د هېوادوالو د ۴۰ کلونو هيلې پوره شي."
اشرف غني زياته کړه، د وژل شوو امنيتي ځواکونو کورنيو ته به ځانګړې پاملرنه کوي او د دولت له لوري د کورونو، ښوونځيو او نورو تاسيساتو د جوړولو پرمهال به دوى ته لومړيتوب ورکړل شي.
ولسمشر وويل، د کډوالۍ له چاپيرياله راستنېدونکو هېوادوالو ته به ښه شرايط برابر او د ځمکو د غصب مخه به ونيول شي.
هغه زياته کړه :(( افغان کډوال زموږ د وجود برخه ده او د هېواد په هره برخه کې ژوند کول د دوى قانوني حق دى.))
په نننۍ ناسته کې د ملي دفاع وزارت لوي درستيز محمدشريف يفتلي ولسمشر ته د هرکلي تر څنګ وويل، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د اتلو سرتېرو د مېړانې او مبارزې له برکته په ختيځو ولايتونو کې دښمن ماته خوړلې.
هغه زياته کړه:"د امنيت تامين زموږ له مهمو دندو څخه ده چې د ختيځو ولايتونو د نظامي مسوولينو د ګډې همغږۍ او همکارۍ له امله به دغه دنده پر وخت او برياليتوب ترسره کړو."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن