ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: پروان کې دوه ځايه پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

چارواکي: پروان کې دوه ځايه پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

author avatar
3 Sep 2017 - 14:52
چارواکي: پروان کې دوه ځايه پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي
author avatar
3 Sep 2017 - 14:52

چاریکار(پژواک، ۱۲ وږى ۹۶): د پروان چارواکي وايي، په دغه ولايت کې دوه ځايه پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي چې له امله يې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون  زيات شمېر وسله وال وژل شوي او ټپيان دي . 

 د پروان والي محمد عاصم پژواک اژانس ته وويل،  تېره نيمه شپه بې پيلوټه الوتکو د جبل السراج ولسوالۍ په عزت خېلو سيمه کې پر يوه کور او د سيدخېلو ولسوالۍ د حمزه خېلو په سيمه کې د طالبانو د ناستې پر ځايونو هوايي بريدونه کړي دي.

والي وايي چې دا دواړه ځايونه د طالبانو د راټولېدو ساحې وې او د افغان امنيتي ځواکونو تر کلابندۍ وروسته د هوايي بريدونو پرمهال په کې د دوو قوماندانانو (شېراغا او مقيم) په ګډون ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي او ټپيان دي .

 والي وويل چې د يادې پېښې پرمهال درې امنيتي سرتېري هم ټپيان  شوي دي.

 د پروان امنيه قوماندان محمد زمان مموزي هم ياد هوايي بريدونه تاييد کړل او ويې ويل چې درې وسله وال د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي هم دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي . 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.