چاریکار(پژواک، ۱۲ وږى ۹۶): د پروان چارواکي وايي، په دغه ولايت کې دوه ځايه پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي چې له امله يې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون زيات شمېر وسله وال وژل شوي او ټپيان دي .
د پروان والي محمد عاصم پژواک اژانس ته وويل، تېره نيمه شپه بې پيلوټه الوتکو د جبل السراج ولسوالۍ په عزت خېلو سيمه کې پر يوه کور او د سيدخېلو ولسوالۍ د حمزه خېلو په سيمه کې د طالبانو د ناستې پر ځايونو هوايي بريدونه کړي دي.
والي وايي چې دا دواړه ځايونه د طالبانو د راټولېدو ساحې وې او د افغان امنيتي ځواکونو تر کلابندۍ وروسته د هوايي بريدونو پرمهال په کې د دوو قوماندانانو (شېراغا او مقيم) په ګډون ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي او ټپيان دي .
والي وويل چې د يادې پېښې پرمهال درې امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.
د پروان امنيه قوماندان محمد زمان مموزي هم ياد هوايي بريدونه تاييد کړل او ويې ويل چې درې وسله وال د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي هم دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن