ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې تېره مياشت څه باندې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان کې تېره مياشت څه باندې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
5 Sep 2017 - 18:13
افغانستان کې تېره مياشت څه باندې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
5 Sep 2017 - 18:13

کابل (پژواک، ١٤ وږى ۹۶): افغانستان کې تېره مياشت ٢١٥ بريدونو کې د وړمې مياشتې په څېر څه باندې ٣٠٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېره د تېر کال د اګسټ مياشتې په پرتله لس سلنه لوړه شوې ده.

د روان ميلادي کال په تېره اګسټ مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٣٠ ولايتونو کې شوې دي.

د اګسټ له بريدونو څخه ١٠٥ مخامخ نښتې، ٤١ هدفي او ٢٣ هوايي بریدونه، ٣٣ بېلابېلې چاودنې او ١٣ ځانمرګي بريدونه دي.

د پژواک موندنې ښيي چې د يادې مرګ ژوبلې له هرو ٢٢ تنو څخه ١٤ ته یې په مخامخ نښتو، درېيو ته په هوايي، دوو ته په ځانمرګو او يو، يو ته په هدفي بريدونو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پژواک موندنې ښيي چې تر ټولو ډېر (٨٢) بريدونه په هلمند، ننګرهار، کندهار او جوزجان ولايتونو کې او پاتې ١٣٣ بريدونه په ٢٦ نورو ولايتونو کې شوي دي.

پژواک تېره )اګسټ) مياشت کې له باميان، دايکنډي، پنجشېر او تخار ولايتونو د بريدونو راپور نه دی ترلاسه کړى.

وړمه (جولاى) مياشت تر ټولو ډېر بريدونه په ننګرهار، فارياب، کندهار او هلمند کې شوي وو او پژواک له پنجشېر، دايکنډي، باميان او خوست ولايتونو د بريدونو راپور نه و ترلاسه کړی.

شمېرې ښيي چې په منځنۍ کچه په هر ځانمرګي بريد کې ٢٧ تنو، په هره مخامخ نښته کې ١٩ تنو، په هر هوايي بريد کې ١٧ تنو، په هره چاودنه کې شپږو تنو او په هر هدفي بريد کې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پوځي چارو شنونکي او په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازى عبدالجبار قهرمان وايي، د ځانمرګو بريدونو مرګ ژوبله ځکه ډېره ده چې دغه بريدونه په ګڼ مېشتو سيمو کې په ناڅاپي ډول ترسره شوي دي.

هغه وايي، تېره مياشت جګړې زور اخیستى و او کله چې جګړې ډېرې او زورورې شي، د مخامخ نښتو مرګ ژوبله يې هم ډېره وي.

د ده په اند، تېره مياشت له ځانمرګو بريدونو او مخامخ نښتو وروسته، د هوايي بريدونو مرګ ژوبله ځکه ډېره ده چې له يوې خوا په دغو بريدونو کې ډېرو د دولت وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او له بلې خوا په ځينو هوايي بريدونو کې ملکي وګړي هم وژل شوي او ټپيان دي.

قهرمان وايي: "مثلا څه موده وړاندې د کندهار په نېښ سيمه کې هوايي بريد ترسره شو، تقريبا ۱۴۰وسله والو مخالفينو ضايعات ولېدل ... او ځينې اوقات يا د غلط فهمۍ يا د مسوولينو د بې پروايۍ په نتيجه کې يو تعداد ملکي وګړو ته هم تلفات اوښتی."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.