ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په قره باغ کې هوايي بريد پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د کابل په قره باغ کې هوايي بريد پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
5 Sep 2017 - 15:31
د کابل په قره باغ کې هوايي بريد پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
5 Sep 2017 - 15:31

چاريکار (پژواک، ١٤ وږى ٩٦): د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د واده پر مراسمو د هوايي بريد له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دغه څرګندونې د قره باغ ولسوال عبدالسميع شريفي پژواک خبري اژانس ته کړې او ويلي يې دي، بهرنيو ځواکونو هغه مهال د يادې ولسوالۍ په جارچي سيمه کې د واده پر مراسمو بم غورځولی چې د واده په مراسمو کې د خوشالۍ ډزې وشوې.

د شريفي په وينا، د يادې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

هغه زياته کړه چې د يادې پېښې ټپيان د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

پژواک هڅه وکړه، څو په دې اړه د سيمې له اوسېدونکو سره هم خبرې اترې وکړي، خو له هغوى سره اړيکه ټينګه نه شوه.

په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه بريد په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وروستيو کې په هرات او لوګر ولايتونو کې هم د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوه اوونۍ وړاندې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د يادو ځواکونو د هوايي بريدونو په پايله کې د يو شمېر وسله والو مخالفينو تر څنګ ١٣ ملکيان هم وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي وو.

دغه راز څو ورځې وړاندې د لوګر چارواکو ويلي وو چې په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ١١ ملکيان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان شوي دي.

د لوګر والي حليم فدايي ويلي، دغه بريد هغه مهال ترسره شوى چې د دغه ولايت په مرکز پل علم کې د ملکيانو کورونو په يوه برخه کې وسله وال طالبان پټ شوي وو، چې بهرنيو ځواکونو بيا ياد ځايونه په نښه کړي وو.

ورته مهال د غوڅ ملاتړ ماموريت چارواکو ويلي وو: "په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه د لوګر ولايت د پل علم له پېښې او مرګ ژوبلې خبر دي او په دې اړه يې رسمي څېړنې پيل کړې دي."

په وروستيو دوه اونيو کې دا دريم هوايي بريد دى، چې په پايله کې يې ملکيانو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.