د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې تېره مياشت څه باندې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان کې تېره مياشت څه باندې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Sep 05, 2017 - 18:13

کابل (پژواک، ١٤ وږى ۹۶): افغانستان کې تېره مياشت ٢١٥ بريدونو کې د وړمې مياشتې په څېر څه باندې ٣٠٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېره د تېر کال د اګسټ مياشتې په پرتله لس سلنه لوړه شوې ده.

د روان ميلادي کال په تېره اګسټ مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٣٠ ولايتونو کې شوې دي.

د اګسټ له بريدونو څخه ١٠٥ مخامخ نښتې، ٤١ هدفي او ٢٣ هوايي بریدونه، ٣٣ بېلابېلې چاودنې او ١٣ ځانمرګي بريدونه دي.

د پژواک موندنې ښيي چې د يادې مرګ ژوبلې له هرو ٢٢ تنو څخه ١٤ ته یې په مخامخ نښتو، درېيو ته په هوايي، دوو ته په ځانمرګو او يو، يو ته په هدفي بريدونو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پژواک موندنې ښيي چې تر ټولو ډېر (٨٢) بريدونه په هلمند، ننګرهار، کندهار او جوزجان ولايتونو کې او پاتې ١٣٣ بريدونه په ٢٦ نورو ولايتونو کې شوي دي.

پژواک تېره )اګسټ) مياشت کې له باميان، دايکنډي، پنجشېر او تخار ولايتونو د بريدونو راپور نه دی ترلاسه کړى.

وړمه (جولاى) مياشت تر ټولو ډېر بريدونه په ننګرهار، فارياب، کندهار او هلمند کې شوي وو او پژواک له پنجشېر، دايکنډي، باميان او خوست ولايتونو د بريدونو راپور نه و ترلاسه کړی.

شمېرې ښيي چې په منځنۍ کچه په هر ځانمرګي بريد کې ٢٧ تنو، په هره مخامخ نښته کې ١٩ تنو، په هر هوايي بريد کې ١٧ تنو، په هره چاودنه کې شپږو تنو او په هر هدفي بريد کې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پوځي چارو شنونکي او په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازى عبدالجبار قهرمان وايي، د ځانمرګو بريدونو مرګ ژوبله ځکه ډېره ده چې دغه بريدونه په ګڼ مېشتو سيمو کې په ناڅاپي ډول ترسره شوي دي.

هغه وايي، تېره مياشت جګړې زور اخیستى و او کله چې جګړې ډېرې او زورورې شي، د مخامخ نښتو مرګ ژوبله يې هم ډېره وي.

د ده په اند، تېره مياشت له ځانمرګو بريدونو او مخامخ نښتو وروسته، د هوايي بريدونو مرګ ژوبله ځکه ډېره ده چې له يوې خوا په دغو بريدونو کې ډېرو د دولت وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او له بلې خوا په ځينو هوايي بريدونو کې ملکي وګړي هم وژل شوي او ټپيان دي.

قهرمان وايي: "مثلا څه موده وړاندې د کندهار په نېښ سيمه کې هوايي بريد ترسره شو، تقريبا ۱۴۰وسله والو مخالفينو ضايعات ولېدل ... او ځينې اوقات يا د غلط فهمۍ يا د مسوولينو د بې پروايۍ په نتيجه کې يو تعداد ملکي وګړو ته هم تلفات اوښتی."

مرګ ژوبله

راپورونه ښيي چې تېره مياشت په يادو ٢١٥ بريدونو کې ټول ١٨٩٥ تنه وژل شوي او ١١٦٤ نور ټپيان دي.

په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېر بريدونه (١٤) د تېرې مياشتې په ٢٨مه ترسره شوي، خو تر ټولو ډېرو کسانو (٢٢٠ تنو ته) د همدې مياشتې په دويمه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تېرې مياشتې د مرګ ژوبلې تر نيمايي ډېره مرګ ژوبله په ترتيب په هلمند، کندهار، اروزګان، پکتيکا، غزني او سرپل کې اوښتې ده.

وړمه (جولاى) مياشت په ترتيب سره تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په فارياب، ننګرهار، کندهار، هلمند، بغلان، نورستان، غزني، اروزګان، بلخ او پکتيا ولايتونو کې اوښتې وه.

جبار قهرمان وايي: "دا چې کله په يو او کله په بل ولايت کې جګړې ډېرې وي او تلفات يې هم زيات وي، دا د جګړې يو تکيتک دی، وسله وال مخالفين غواړي دولت سراسيمه کړي، نو کله په يو او کله هم په بل ولايت کې د جګړې فشار ډېروي، تر څو نظام تر يو ډول فشار لاندې ونيسي."

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال محمد رادمنش په دې اړه وويل: "که تاسو وګورئ په ننګرهار کې داعش ډلې فعاليت زيات و، خو پر دې ډلې سخت مرګوني بريدونه ترسره شول او دا يو معمول دی کله چې وسله وال مخالفين په يو ولايت کې وځپل شي نو څه وخت وروسته په بل ولايت کې خپل فعاليت ته زور ورکوي."

خو د ده په وينا، د افغانستان وسله وال پوځ پوره چمتووالی لري او په هر ولايت کې چې د دولت وسله وال مخالفين سر پورته کړي، وبه يې ځپي.

د مرګ ژوبلې په اړه د پژواک خبري اژانس مياشتنې راپورونه ښيي چې د روان کال له جنوري تر مې مياشتې د جګړو او بېلابېلو بريدونو له امله د مرګ ژوبلې کچه مياشت په مياشت ډېره شوې، خو په جون کې ٤٦ سلنه رالوېدلې او په وروستيو دوو مياشتو کې بېرته لوړې شوې ده.

د پوځي چارو شنونکى عبدالجبار قهرمان، د افغانستان جګړه نړيواله بولي او په دې اند دى چې نوره به هم زوروره او پراخه شي؛ ځکه چې وايي افغانستان کې د نړۍ قدرتونه يو له بل سره په سيالۍ کې دي او په سيمه کې يو او بل نه شي زغملای.

دی وايي: "د افغانستان ګاونډيان په ځانګړي ډول پاکستان د خپل پېداېښت له پيله، پياوړی افغانستان نه شي زغملای او تل يې افغانستان ته دسيسې جوړې کړي دي. زه د افغانستان، سيمې او نړۍ روان وضعيت ته په پام، فکر کوم چې په افغانستان کې به جګړه تر دې هم ډېره شي."

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال وايي، د هېواد په کچه سږ کال د نورو کلونو په پرتله بريدونه ډېر و.

د هغه په اند، روان ميلادي کال د افغانستان په اړه د بروکسل  ناسته وه او د دولت وسله والو مخالفينو غوښتل نړۍ ته او دې غونډې ته وښيي چې دوی لا هم فعال دي او کولای شي ستونزې رامنځته کړي.

هغه زياتوي: "سږ کال لومړی دا چې پاکستان د نړيوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې دی، نو پر وسله وال مخالفينو يې فشار راوستى ترڅو په افغانستان کې د خپلو شوراګانو لپاره ځای ولټوي، او دښمن پلان درلود چې د هېواد شپږ ولايتونه ونيسي، نو جګړو ته يې زور ورکړ، خو له نېکه مرغه چې د دښمن پلان شنډ او مخه يې ونيول شوه."

وژنې بندې کړئ!

دا د جګړې پر ښکېلو غاړو د هغو کسانو غږ دى چې په جګړو او بريدونو کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

د کندهار د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکی حبيب الله وايي، د زمري په ۱۱مه د هغه دوه وروڼه او يو بل خپلوان په ټونس موټر کې له کلي څخه د ميوند ولسوالۍ بازار ته پر لاره وو چې د ماين چاودنه ورباندې وشوه او درې واړه يې ووژل.

هغه وايي: "دا د هر کور کيسه ده، داسې کورنۍ نشته چې روانې بدمرغې جګړې يې د کورنۍ کوم غړی اخيستی نه وي او يا يې زيان نه وي ور اړولی. اخر تر کومه به د افغانانو مرګ ژوبله روانه وي، نور دا حالت د زغملو نه دی."

حبيب الله د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې جګړه بنده کړي، سوله وکړي او په دې توګه په جګړو ځپلي افغانستان کې د وژنو لړۍ پای ته ورسوي.

دغه راز د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه اوسېدونکى ١٨ کلن عبدالغني، چې شاوخوا يوه اونۍ مخکې يې مور د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مخ ته په ځانمرګي بريد کې وژل شوې، له ښکېلو لوريو غواړي چې نور له جګړو او يا لږ تر لږه په عامه ځايونو کې له بريدونو لاس واخلي، تر څو بې ګناه او ملکي وګړي په کې ونه وژل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement