کابل (پژواک ١٤ وږى ٩٦): حزب اسلامي وايي، د دې ګوند د اجرائيه شورا پر غړي قاضي امين وقاد د "ناکامه بريد" هڅه شوې ده، خو پوليس وايي چې دا بريد نه، بلکې ترافيکي پېښه وه.
د دې ګوند د مطبوعاتو او فرهنګي چارو رئيس قريب الرحمن سعيد، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر قاضي وقاد د يوه موټرسايکل سپور له خوا نن غرمه مهال په کارته پروان سيمه کې د هغه کور سره نږدې "سوء قصد" شوى، خو چاته په کې ځاني زيان نه دى اوښتى.
د دې ګوند يوې بلې سرچينې بيا پژواک ته وويل چې پر موټر د کونداغونو ګوزارونه هم شوي او د موټرسايکل سپور له خوا هڅه شوې، چې د موټر دروازې خلاصې کړي، ولې نه دى توانېدلى.
د کابل امنيه قومندانۍ وياند بصير مجاهد بيا دا ردوي چې ګواکې دا دې بريد وي.
ده پژواک ته وويل، دا يوه ترافيکي پېښه وه چې وروسته د پوليسو په منځګړيتوب د دواړو خواوو ترمنځ روغه هم شوې ده.
قاضي امين وقاد د سولې عالي شورا غړى هم دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن