ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د نا امنیو له امله سل ښوونځي تړل شوي

هلمند کې د نا امنیو له امله سل ښوونځي تړل شوي

author avatar
6 Sep 2017 - 15:23
هلمند کې د نا امنیو له امله سل ښوونځي تړل شوي
author avatar
6 Sep 2017 - 15:23

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ سنبله ۹۶): د هلمند والي وايي چې په باغران ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د مخالفت له امله تر اوسه هېڅ ښوونځى نه دى پرانيستل شوى چې له امله يې زرګونه کسان له زده کړو پاتې دي.

دغه څرګندونې د هلمند والي حيات الله حيات د ګرمسېر ولايتونو د ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې وکړې.

د هلمند والي په دغه ولايت کې ښوونيز کال د ګازډبې په کړنګولو سره پيل کړ.

په دغو مراسمو کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنيو له امله سل ښوونځي تړل شوي دي.

د هغه په وينا، د دغو ښوونځيو ډيرى يې په هغو سيمو کې دي چې کنټرول يې له وسله والو طالبانو سره دى.

حيات وويل چې د وسله والو طالبانو د مخالفت له امله په باغران ولسوالۍ تر اوسه هېڅ ښوونځى نه دى پرانیستل شوی چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

د باغران ولسوالۍ له تېرو ١٤ کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.

حيات وويل: ((طالبان د زده کړو پر وړاندې خنډونه جوړوي چې له امله یې ډېر کسان له زده کړو پاتې کېږي.))

ده پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې په خپلو سيمو کې ښوونځيو ته اجازه ورکړي او پر وړاندې يې خنډونه جوړ نه کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د پوهنې رييس قدرت الله يعقوبي وويل چې په دغه ولايت کې له ٤٠٣ ښوونځيو څخه سل يې د نا امنۍ له امله تړل شوي دي.

خو ده وويل چې د قومي مشرانو په همکارۍ هڅې کوي څو د ډېرو ښوونځيو دروازې بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې دا مهال ٢١٠زره کسان په زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې ٦١زره يې نجونې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.