جلال اباد (پژواک، ۱۵ وږی ۹۶): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې يو پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان کړل.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل چې نن شاوخوا يوه بجه د مرکز جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند د امانزاده جومات ته څېرمه د سړک غاړې ماين چاودنه وکړه.
هغه وويل، په چاودنه کې يو پولیس او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، ماين د امنيتي مسوولینو له لوري کشف شوی و خو تر شنډېدو وړاندې يې چاودنه وکړه.
ده وويل چې دغه ماين د وسله والو مخالفينو ځاى پر ځاى کړی و.
خو د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن