ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې یوه پولیس په مسافر وړونکي موټر ډزې کړې

فراه کې یوه پولیس په مسافر وړونکي موټر ډزې کړې

author avatar
6 Sep 2017 - 12:04
فراه کې یوه پولیس په مسافر وړونکي موټر ډزې کړې
author avatar
6 Sep 2017 - 12:04

فراه (پژواک، ١٥ وږى ٩٦): عيني شاهدان وايي چې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د پوليس سرتېري په ډزو کې شپږ کسان ټپيان شوي خو چارواکي بیا دغه ادعا ردوی.

پيښه نن ســـهار شاوخوا شپږ بجې د فراه- هــرات په لويه لاره د بالابلوک اړوند د فراهرود په بازار کې رامنځته شوې ده.

د فراهرود بازار یوه اوسېدونکي او عيني شاهد سيداحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوليسو يوه سرتېري هغه مهال پر یوه مسافر وړونکي ٤٠٤ موټر چې له هراته فراه ته روان و، ډزې وکړې چې موټرچلوونکي پوستې ته موټر ونه دراوه.

هغه وايي چې په دې ډزو کې د موټر له مسافرو شپږ کسان چې لويان نارينه دي، ټپيان شوي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، ټپيان چې دى د پېژندګلوۍ په اړه معلومات نه لري، د فراهرود ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د فراهرود د بازار يو هټۍ وال لعل محمد هم ورته څرګندونې کوي، خو د فراه د والى وياند ناصر مهري وايي چې پوليس سرتيري هوايي ډزې کړي دي او چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د هغه په وينا، دغو پوليسو هغه مهال هوايي ډزې کړي چې د ياد موټر چلوونکي د تلاشۍ لپاره پوستې ته د موټر له درېدو ډډه کړې وه.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.