د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې د نا امنیو له امله سل ښوونځي تړل شوي

هلمند کې د نا امنیو له امله سل ښوونځي تړل شوي

Sep 06, 2017 - 15:23

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ سنبله ۹۶): د هلمند والي وايي چې په باغران ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د مخالفت له امله تر اوسه هېڅ ښوونځى نه دى پرانيستل شوى چې له امله يې زرګونه کسان له زده کړو پاتې دي.

دغه څرګندونې د هلمند والي حيات الله حيات د ګرمسېر ولايتونو د ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې وکړې.

د هلمند والي په دغه ولايت کې ښوونيز کال د ګازډبې په کړنګولو سره پيل کړ.

په دغو مراسمو کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنيو له امله سل ښوونځي تړل شوي دي.

د هغه په وينا، د دغو ښوونځيو ډيرى يې په هغو سيمو کې دي چې کنټرول يې له وسله والو طالبانو سره دى.

حيات وويل چې د وسله والو طالبانو د مخالفت له امله په باغران ولسوالۍ تر اوسه هېڅ ښوونځى نه دى پرانیستل شوی چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

د باغران ولسوالۍ له تېرو ١٤ کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.

حيات وويل: ((طالبان د زده کړو پر وړاندې خنډونه جوړوي چې له امله یې ډېر کسان له زده کړو پاتې کېږي.))

ده پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې په خپلو سيمو کې ښوونځيو ته اجازه ورکړي او پر وړاندې يې خنډونه جوړ نه کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د پوهنې رييس قدرت الله يعقوبي وويل چې په دغه ولايت کې له ٤٠٣ ښوونځيو څخه سل يې د نا امنۍ له امله تړل شوي دي.

خو ده وويل چې د قومي مشرانو په همکارۍ هڅې کوي څو د ډېرو ښوونځيو دروازې بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې دا مهال ٢١٠زره کسان په زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې ٦١زره يې نجونې دي.

په لښکرګاه کې د محمد شفيق په نوم يوه زده کوونکي پژواک ته وويل چې له موسى کلا ولسوالۍ څخه کډه شوي او اوس په لښکرګاه ښار کې زده کړې کوي.

خو هغه وايي: ((هر کال موږ د کتابونو له کمښت سره مخ يو، بايد موږ ته کتابونه راکړي.))

بل لور ته د هلمند د چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې طالبان د ښوونځيو پر وړاندې هېڅ ډول ستونزې نه جوړوي، بلکې مرسته ورسره کوي.

هغه په دې اړه چې څنګه مرستې کوي، نور جزئيات ورنه کړل.

د يادونې ده، د هلمند  باغران، دېشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو تر څنګ د نادعلي، واشير، مارجې، ناوې، ګرمسېر او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement