ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د امريکايي ځواکونو له خوا د تبليغاتي پاڼو خپرېدو جدي غبرګونونه پارولي

پروان کې د امريکايي ځواکونو له خوا د تبليغاتي پاڼو خپرېدو جدي غبرګونونه پارولي

author avatar
6 Sep 2017 - 14:30
پروان کې د امريکايي ځواکونو له خوا د تبليغاتي پاڼو خپرېدو جدي غبرګونونه پارولي
author avatar
6 Sep 2017 - 14:30

چاريکار (پژواک، ١٥ وږى ٩٦): امريکايي ځواکونو په پروان کې د پاڼو د شيندلو په سبب د خلکو له جدي غبرګون وروسته بښنه غوښتې او ويلي يې دي چې دا پاڼې په "نا اګاهانه ډول" د اسلام د سپکاوي سبب شوې دي.

امريکايي ځواکونو تېره ورځ د پروان د بګرام ولسوالۍ په ځينو برخو کې تبليغاتي پاڼې خپرې کړې دي. په دې پاڼو کې يو زمرى په يوه داسې سپين سپي پسې روان دى چې پر مخ يې کليمۀ طيبه ليدل کېږي.

يادې پاڼې په پروان کې د خلکو له غبرګون سره مخ شوې دي.

د پروان د عالمانو شورا مشر احمد جاوېد حنفي هم د بهرنيو ځواکونو دغه کار له مسلمانانو سره دښمني او د اسلام مبين دين پر وړاندې څرګند سپکاوى وباله او له حکومت يې وغوښتل چې موضوع دې په جدي ډول وڅېړي.

د پروان والي محمد عاصم عاصم د بهرنيو ځواکونو د دغه کار د غندنې تر څنګ وايي چې موضوع به د يوه پلاوي له لوري په جديت سره وڅېړل شي.

په ورته وخت کې د ځانګړو عملياتو عمومي ګډې قوماندانۍ- افغانستان هم د دغو پاڼې د خپرېدو په تړاو بښنه غوښتې ده.

سرچينې په دې اعلاميه کې ليکلي چې د وږې په ١٤مه نېټه امريکايي ځواکونو په پروان ولايت کې د هوا له لارې پاڼې شيندلې چې محتويات يې په نا اګاهانه ډول مسلمانانو او د اسلام مبارک دين ته سپکاوى دى.))

د يادې قوماندانۍ مشر تورن جنرال جيمز ليندر ويلي: ((پر دې اساس زه د دې پېښې په تړاو صادقانه بښنه غواړم او څرګندوم چې زه د اسلام مبارک دين او زموږ مسلمانو شريکانو ته په ټوله نړۍ کې سخت درناوى لرم.))

هغه زياتوي: ((دا ډول تېروتنه د منلو وړ نه ده، د پېښې د لامل پلټنه کوم او د قضيې مسوول به يې مسوول وبولم، پر دې سربېره مناسبو بدلونونو ته په پام سره ډاډ ورکوم چې دا ډول تېروتنې به نور تکرار نه شي.))

هغه ويلي چې د ناټو پرېکنده ماموريت د افغانستان راتلونکي ته ژمن دى او يو ځل بيا د دې پېښې له رامنځته کېدو بښنه غواړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.