کابل (پژواک ١٥ وږى ٩٦): د پروان سيمه ييز مسوولين وايي، نن ماښام د بګرام اډې په يوې دروازې کې ځانمرګى بريد شوى چې څو تنه يې ټپيان کړي دي.
د پروان د والي وياندې وحيدې شهکار، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن ماښام ٥:٤٠ بجې د يوه موټرسايکل سپور ځانمرګي بريدګر له خوا شوې ده.
دې زياته کړه، بريدګر د بهرنيو پوځيانو پر کاروان د بګرام اډې د درېيمې شمارې دروازې کې بريد کړى، خو معلومه نه ده چې مرګ ژوبله لري که نه
خو يوې سيمه ييزې سرچينې چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د دې پېښې له امله لږ تر لږه څلور ملکي افغانان ژوبل شوي او د بګرام روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پرېکنده ملاتړ ځواکونو (ناټو) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دې چاودنې له امله څو تنه ټپيان دي او د دې ځواکونو په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
په خبرپاڼه کې د ټپيانو هويت او د هغوى روغتيايي حالت ته اشاره نه ده شوې.
طالبانو بيا ويلي چې دا بريد د دوى يوه غړي کړى دى.
بګرام په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لويه اډه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن