ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې

پکتیکا کې د جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې

author avatar
7 Sep 2017 - 18:00
پکتیکا کې د جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې
author avatar
7 Sep 2017 - 18:00

ښرنه (پژواک، ١٦ وږى ٩٦): د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د پرله پسې جګړو له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې او اوسمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د همدې بېځايه شوو له ډلې سيد شاه د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په ګومل کې دوامداره جګړه روانه ده.

هغه زیاته کړه، د همدې جګړو له امله شاوخوا پنځه سوه کورنۍ د ګومل له بېلابېلو سيمو بېځايه شوې دي.

د سید شاه په خبره: ((اوس موږ اورګون ته راغلي يو، د خپلو تراکتورونو تر ټېلرونو لاندې ژوند کوو، ماشومان ټول ناروغه شوي، خوراکي مواد هم نه لري.))

ده وويل که له دې کورنيو سره بيړنې مرستې ونه شي نو له ګڼو ستونزو سره به مخ شي.

دغه راز د ګومل بل اوسېدونکي محمد نواز پژواک ته وويل چې د جګړو له امله اورګون ته کډه شوي دي.

د نوموړي په وینا چې د ګومل بې ځايه شوي د پاکو اوبو، خوړو، پوښاک او په نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((موږ او نورو خلکو ډک کورونه پرېښودل، يواځې ځان مو تر دې ځايه را ورساوه، خو اوس ډېر مشکل کې يو.))

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د يادو کسانو د څرګندونو په ځواب کې د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې ډېر ژر به له دې خلکو سره د مرستې لړۍ پيل شي.

هغه له نړيوالو مرستندویو موسسو هم غوښتنه وکړه چې د ګومل ولسوالۍ له بېځايه شوو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د يادونې ده، شاوخوا يوه مياشت وړاندې وسله والو طالبانو د ګومل ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته اوس يې امنيتي ځاوکونه د بېرته نيولو هڅې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.