کابل(پژواک،١٧وږى٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې په ١٣ ولايتونو کې د افغان دولت ٥٨ وسله وال مخالفين وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.
دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي چې د وږي ١٧مه د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته راليږل شوې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونو کې په ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزنی، اروزګان، فراه، بادغیس بلخ، فاریاب، کندوز او هلمند ولايتونو کې عمليات کړي دي.
سرچېنه زياتوي چې په دې عملياتو کې د وسله والو مخالفينو د يو شمير سيمه ييزو قوماندانو په ګډون ٥٨ تنه وژل شوي او ٣٤ نور ټپيان دي.
د اعلاميې د معلوماتو له مخې په دې عملياتو کې د وسله والو مخالفينو ١٤ موټر سايکلې او يو شمير وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د ملي دفاع وزارت په دې عملياتو کې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو مخالفينو د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن