محمودراقي(پژواک، ١٨ وږى ٩٦): د کاپيسا د علماوو شورا رييس مولوي ګل محمد حنيفيار له خپل يوه ساتونکي سره نن سهار د دغه ولايت د دويمې حصې ولسوالۍ د خم روباى په کلي کې ووژل شو .
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري وويل چې حنيفيار له يوه ساتونکي سره نن سهار اوو نيمې بجې له خپل کور سره نږدې د دوه موټر سايکل سور پر ډزو ووژل شو .
هغه وويل، د علماوو شورا د رييس ساتونکى ځاى پرځاى وژل شوى او د علماوو شورا رييس مولوي ګل احمد له سخت ټپي کېدو وروسته پر لاره ساه ورکړه .
تراوسه پورې د دغه بريد مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن